خـــــــــــدايه جـــــــانان او عقيده غواړم ايمان غواړم

پۀ دې نړۍ بــــــاندې قانون ستــــــــــــا د قرآن غواړم

زمــــــا د ګل غوندې وطن يې کــــــــــړلو لوټې لوټې

ســتا لۀ درباره يې وطن هـــــــــمداسې  وران غواړم

پۀ پښـــــتانۀ مې پيرزو نۀ شي  د پنجاب بادشاهي

خدايه جيلم،خيبر، آزاد پښـــــــتونســــــــتان غواړم

چې ؤ همېش يې تر لاس لاندې اصفهان او پنـجاب

زه غزنوي غواړم ميرويس او احــــــمد خان غـواړم

څوک به دولت څوک به جنت غواړي دا ســتا لۀ دره

خو زۀ (خزان) ښکلی جانان او پۀ ما ګران غـــــواړم