يونوى انقــــــــــــــــــــــــــلاب دى طوفانونه ورسـره دي

زمونږه ازادي خوري خـــــــــــــــــــــــــزانونه ورســره دي

نن بيا دقربانۍ ځوانانوخپلې سينې ســـــــــــــپر کړې

دخداى رضا ته درومي خپل سرونه ورســــــــــــره دي

دښمن ته يې غاښ ماتى ګذار ورکړ په هر جنګ کې

د فتحې اوازې شوې پيغامونه ورســـــــــــــــــــــــره دي

زما د زوړ کلي امام هم په ممبر ولاړ شــــــــــهيد شــو

دظلم انتها ده چى روانه ،  ماتمونه ورســــــــــــره دي

(خليله) چى تر غوږ مى شــــــــــــــول دمـــنډو اوازونه

غليم په تيښته ســـــــــــــر دى وايي غرونه ورسره دي