ځای کې را کېناستم پۀ نيمه شپه کې

خوب رانه لاړو چې راياده مې شوه

چونډۍ مې کېښوده خوب بيرته راغی

***

ما ورکتل د دروازې چولې نه

پۀ سرو جامو کې لکه ګل ښکارېده

چې ورته ځير شوم نو زړه بوډۍ وه

***

ستا د بېلتون او جدايي لۀ لاسه

پۀ ټول وجود مې سره لمبه بله ده

وېل يې پۀ ځان يخې اوبۀ  واړوه