استرالیا په راتلونکې اپریل میاشت کې د عامه ګتو هیوادونو یا (Common Wealth) لوبو کوربتوب په غاړه لري، خو استرالیا د دغه لوبو ګدون کوونکو بهرنیو لوبغاړو ته خبرداری ورکړې چې د لوبو تر ختمیدو وروسته دې په استرالیا کې له اضافي پاتې کیدو ډډه وکړه، که نه قانوني چلند به ورسره وشي.

لوبغاړو ته دغه خبرداری د لوبو له پیل څخه دوه میاشتې وړاندې په داسې حال کې ورکول کیږي چې نړیوال لوبغاړي په یادو لوبو کې د ګډون لپاره چمتووالې نیسي، خو استرالیایې حکومت ویره لري چې ګواکې د تیرو لوبو په څیر ګن شمیر لوبغاړي به خپلو هیوادونو ته د بیرته ستنیدو هوډ ونلري او ښایي استرالیا کې د پناه غوښتنونکي شي.

استرالیا د عامه ګټو هیوادونو د لوبو کوربتوب په ۲۰۰۶ میلادي کال کې هم په غاړه درلوده، چې د لوبو تر ختمیدو وروسته لږترلږه ۴۵ لوبغاړو چې ډیری د افریقایي هیوادونو وو، له بیرته ستنیدو ډډه وکړه او استرالیا کې یې د پناه غوښتنه ترسره کړه.

د استرالیا د کورنیو چارو وزیر پیټر ډوټن د کوریر میل ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې ویلي، چې حکومت پلان لري چې هر راز اسانتیاوې لوبغاړو ته برابرې کړي ترڅو هغوی استرالیا کې ښه وخت تیر کړي، خو په عین حال کې له ګډون کوونکو لوبغاړو هیله لري چې د استرالیا قوانینو ته پاملرنه وکړي او د ویزو تر ختمیدو وروسته بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه شي.

نوموړي همداراز خبرداری ورکړی چې استرالیایي حکومت به د هغو لوبغاړو د ویزو په فسخه کولو کې هیڅ ډول دریغ ونکړي کوم چې د استرالیا له قوانینو سرغړونه کوي.