پلازمینه کابل په تیرو نهه ( د روان کال د مرغومي له لومړۍ نیټې تر نهمې نېټې پورې) ورځو کې د درېیو خونړيو بریدونو او چاودنو شاهد و چې لومړۍ هغه یې به انټر کانټیننټل، دویمه یې د صدارت په څلور لاره کې او وروستۍ هغه یې د مارشال فهیم په نظامي پوهنتون تر سره شوې. د دغو بریدونو او چادونو په ترڅ کې چې لومړۍ دوې یې طالبانو او درېیمه یې داعش په غاړه واخیسته، تر ۲۰۰ زیات افغانان ووژل او د ۴۰۰ شاوخوا پکې ټپیان شول. 

دا بریدونه او چاودنې په لاندې ټکو کې څیړم: 

۱ – امریکایان د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۷مه په دې پلمه افغانستان ته راغلل او برید یې پرې وکړ چې له ترهګرو ډلو څخه به افغانستان پاکوي او دغه خاوره به نوره د ترهګرو په ځاله نه بدلیږي. همداشان یې بله پلمه داوه چې د مخدره توکو له کرکیلې او قاچاق سره به مبارزه کوي او دغه پدیده به له منځه وړي. وروستۍ هغه یې  بیارغونه او د افغانستان ودانول و. له هغه وخته بیا تر اوسه ۱۷ کاله د امریکا او ناټو له نظامي، سیاسي او استخباراتي حضور څخه تیر شول، خو پورته درې عمده شعارونه نه یوازې کم نه شول، بلکې تر پخوا څو ځله قوي او ژور شول. 

۲ – امریکایانو په افغانستان باندې داسې وضعیت حاکم کړ، چې ولس او مشران یې سره د قوم، ژبې، سمت او مذهب په نوم ټوټه ټوټه کړل. سیاسي – قومي مشران یې په داسې تربګنۍ سره اخته کړل چې اوس هر یو په خپل وار سره، د سیال د له منځه وړلو او تضعیف په موخه، هر نامشروع عمل او جنایت ترسره کولو ته تیار دي. ډيری مشران د بهرنیو دولتونو او جاسوسي کړیو لاسپوڅي ګرځیدلي او هڅه یې دا ده چې څه ډول هغه خوښ او خوشاله کړي. 

۳ – دولتي مشران او چارواکي، په داسې داخلي اړودوړ کې را ګیر دي چې یوازې  د قدرت د ساتلو او تداوم نه پرته، هرڅه یې هیر کړي او تل په دې فکر کې دي چې خپله څوکۍ او پیسې له لاسه ور نه کړي. دوی د ولس په فکر او غم کې نه دي، دوی یوازې په دې فکر کوي چې امریکایان ترې خپه نه شي او په هر ممکنه مکر او نیرنګ باندې خپل ځواک او قدرت وساتي. دوی هیڅ ډول تعهد او وفاداري افغان ولس ته نه لري او په دې ډاډه دي چې که هره شیبه امریکایان افغانستان پریږدي، نو هغه شیبه بیا نه دولت شته او نه قدرت. نو ځکه یې ټوله تکیه او تمکین په غربیانو دی، نه په افغان ولس.  

۴ – وسله وال مخالفین په ډیر وحشت او بربريت خپل بریدونه او چاودنې په هغو ځایونو کې تر سره کوي، چې هلته زیاتره د ملکې وګړو ګڼه ګوڼه وي. مخالفین هم د خپل شوم هدف د تحقق لپاره، هر ډول جرم او جنایت توجیه کوي. مخالفین د سیمه ییزو هیوادونو او څارګرو ادارو د لاس توکي ګرځیدلي او هغه څه ډول چې هغه هیوادونه او څارګرې ادارې غواړي، جهت ورکوي او لوری ورته ټاکي. وسلوال مخالفین د نیابتي جګړې په ابزارو او توکو بدل شوي دي، هره ګړۍ چې د لویو ځواکونو او دولتونو سیمه ییز اهداف تغیر شي، نو بیا د دوی سناریو هم پای ته رسیږي، لکه چې د ځینو داستان یې په ۱۹۹۳ز کال کې پای ته ورسید. 

۵ – پاکستان د تاسیس له ورځې بیا تر اوسه د امریکا د یو مخلص او تابع نوکر په توګه ، امریکا په خدمت کې و او لا هم دی. امریکا غواړي چې په پاکستان فشار راوړي او لا ډیر څه ترې لاسته راوړي چې پخوایې ترلاسه کړي. امریکا پاکستان تورنوي چې ترهګرو ډلو ته يې پنا ورکړې او دغه ډلې د پاکستان په خاوره کې پټنځاینو لري، پاکستان دغه ادعا او تورونه ردوي او وایې چې ترهګرې ډلې په کور دننه افغانستان کې دي. له دې ناندریو سره جوخت، په کابل او نورو ځاینو کې طالبان او نور مخالفین بریدونه او چاودنې تر سره کوي. امریکا سمدلاسه پاکستان باندې فشار راوړې چې طالبان او حقاني ډله وځپي او له خاورې څخه یې وباسي او د دې ترڅنګ یې د ګوادر بندر د ورکړې غوښتنه هم ترې کړیده. نو دلته امریکا په افغانستان کې جګړه او ناامني د خپلو موخو او هدافو د تحقق لپاره کاروي او ګټه ترې پورته کوي. خو قربانیان یې مظلوم او بې دفاع افغانان دي. 

۵ – روسیه، چین او ایران په دې توجیه سره چې، امریکا په افغانستان کې سیاسي – نظامي حضور لري او دغه حضور د دوی  په زیان دی. ځکه چې امریکا د داعش او نورو توطیو په طرح کولو سره غواړي چې د دوی خاوره او هیوادونه ناامنه کړي او بیا د یو فشار په توګه په نړیوالو او سیمه ییزو معاملو کې، د دوی په ضد ترې استفاده وکړي. دغه درې هیوادونه د امریکا د سیاسي – اسختباراتي اهدافو او پلانونو د شنډولو په موخه، د افغان دولت له وسلوالو مخالفینو سره مالي، نظامي، تجهیزاتي او ... مرستې کوي تر څو امریکا او افغان دولت د دې جوګه نه شي چې د یادو دولتو په ضد توطيې او دسیسې جګړې او تعمیل کړي. 

له پورته کړکیچ او لوبې څخه د وتو لار څه ده؟ 
د نړۍ په هیڅ ګوټ او د بشر په تاریخ کې داسې ستونزه او کړکیچ نه شته چې د حل او وتو لار دې  و نه لري. افغان غمیزه او کړکیچ هم د حل او وتو لار لري، دغه حل ډیر اسان خو په حین وخت کې ډیر ګران دی. ځکه چې: 

-   لومړی خو باید چې افغان رهبران، که د هر قوم او هرې ژبې څخه وي، په یو فکري – سیاسي بدیل او طرحې سره راټول او متحد شي. هغه طرح او بدیل باید دوی ومني او د هغه د تطبیق او عملي کولو په موخه، له خپلو شخصي او حزبی ګټو څخه تیر شي. دا ځکه چې د افغان ولس ګټه او مصلحت، له خپلې ګټې او مصلحت څخه راجح او اوچت وګڼې. 

-  دویم، داچې د لومړي ګام د اخیستلو څخه وروسته، هر ډول بهرني حضور ته د پای ټکی کیښودل شي. هغه که سیاسي، نظامي، استخبارتی او اقتصادي وي. هغه که د امریکا، اروپا، چین، پاکستان او ایران وي.  

هلته ده چې بیا به افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور وي، ټول به په یو فکري ارزښت او بدیل سره را ټول او بهرنیان په موږ د خپلو سیاسي – اقتصادي موخو لپاره نه شي کارولي.