خور /  عبدالقديم وياړ

 

هره بې وروره خور وايي

کاشکې چې ماهم د ورور واده ته

دکوچياني کميس لمن ګنډلاي

مايې ښادۍ کې

 په زوره ،زوره ټيکۍ ويلاي

کاشکي ماهم  د ورورواده  کې

په خورلڼو پتاسې ويشلاي

کاشکې زما هم دپلارپه مينه

يو نارينه بچی وايي

خيرکه   ړوند ،کوڼ  يا شل او شوټ وايي

          خو کله هم

يوه بې خوره  ورور  ونه ويل

         کاشکې چې ماهم

                   يوه شازادګۍ غوندې خور لرلاي

                چهارشنبه 25\10\1387

                 کابل