سریلانکا کې د استرالیا عالي کمیسون د سه شنبې په ورځ سریلانکايي وګړو ته خبرداری ورکړ چې د قاچاق وړونکو ډلو په درواغجنو ژمنو دې نه تیر اوځې او استرالیا ته دې له ناقانونه لارو د سفر هڅې نکوي.

په دې وروستیو کې د قاچاق وړونکو درې داسي هڅې ناکامې شوي چې غوښتل یې یوه ډله ناقانونه سریلانکایې وګړي د کشتۍ په مرسته استرالیا ته یوسي.

قابو یوه میاشت وړاندې د استرالیا سرحدې ځواکونو د قاچاق وړونکو یوه کشتۍ استرالیایي سوحلو ته نږدې ونیوله چې ۲۹ تنه سریلانکایان پکې سپاره ول. وروسته استرالیا ټول نیول شوي کسان سریلانکا ته بیرته واستول.

که څه هم یاده کشتۍ د استرالیا په لور روانه وه، خو قاچاق وړونکو په کشتۍ کې سپرو کډوالو ته ویلي وه چې هغوی نیوزیلینډ ته سفر کوي.

سریلانکا کې د استرالیا عالي کمیشنر برایس هاچسن وایي، د دغه کشتۍ نیولو وښوده چې سریلانکا کې خلک اوس هم دا غلط فکر کوي چې استرالیا او نیوزیلینډ ته د یوې کشتۍ په مرسته تللې شي او یا هم د نیولو په صورت کې استرالیا دوی ته د دغه خطرناک سفر له امله څه مالي ګټې ورکوي.

نوموړي وویل، په تیرو څلورو کلونو کې چې هر کوم سریلانکایي د کشتۍ په مرسته استرالیا ته د ناقانونه سفر هڅه کړې، نیول شوې او بیرته تش لاس سریلانکا ته استول شوې.

هغه همداراز وویل، تر څلورو کلونو مخکې ښایي ځینې خلک په دغه طریقې استرالیا ته رسیدلې وي، خو اوس دا په باور سره وایم چې د استرالیا سرحدونه تر پخوا ډیر خوندي او غښتلي دي.