افغان ځواک: څه موده وړاندې د طلوع په نوم خصوصي رسنۍ يوه سروې خپره کړهياده سروې چې د ټاکنيزو هڅو او خلکو د خوښې نوماندانو په اړه شوې وه پکې ښودل شوې وه چې عبدالله په ټول هيواد کې د پراخ نفوذ لرونکی دی.

په ياده سروې کې تر ټولو په زړه پورې خبره يي دا وه چې په سويل کې تر ټولو نوماندانو د عبدالله عبدالله فيصدي ډيره وه.

څو تنو چې د ټليفون له لارې يي په ياده سروې کې ګډون کړی و، افغان ځواک ته د شوې سروې کيسه داسې وکړه.

يو تن چې محمود نوميږي او په دې سروې کې يي ګډون کړی دی وايي چې ده ته شوی ټليفون داسې وه چې ترې پوښتنه شوې وه:« نظرتان در باره داکتر عبدالله چيست؟»

نوموړی وايي کله مې چې د اشرف غني احمدزي ورته وويل چې دی بايد ګټونکي وي ځکه نوموړي يوازې هيواد ته خدمت کړی دی، نه يي ځمکه غصب کړې، نه يي کابل وران کړی دی او نه هم په نورو زياتيو کې لاس لري دستي را باندې ټليفون بند شو.

نيږدې لسو تنو چې په دې سروې کې يي ګډون کړی و ياده کيسه کټ مټ وکړه او ويل يي چې د هر ټليفون پر مټ به له دوی څخه په دري پوښتنه کيده چې د عبدالله په اړه مو نظر څه دی.

طلوع چې ياده سروې يي يوازې په خپله رسنۍ کې خپره کړه پرته له دې چې د سروې پر اصولو، د کولو پر لاره چاره يي رڼا واچوي په خپل سر يي پرې راپور خپور کړ.

له دې سره سره چې طلوع تر دې وړاندې هم په ټاکنيزو هڅو له عبدالله سره ولاړه رسنۍ وه خو په دې ډول تبليغاتو سره يوازې او يوازې غواړي چې ذهنيتونه خراب کړي او خلک  يوازې د عبدالله د ملاتړ په برخه کې يو ډول هک پک کړي.

يو تن چې د سروې په برخه کې يي کلونه کار کړی دی او ډيرې سروې ګانې يي کړي دي وويل چې په افغانستان کې ډيری سروې ګانې يو ډول قراردادي شکل لري چې يوې کمپنۍ يا د سروې ګروپ ته تر سپارل کيدو وروسته ډيری يي په يوه خونه يا يوه سيمه کې ترسره کيږي.

نوموړي وويل سروې هغه وخت د منلو وړ وي چې په ټول هيواد کې د سروې ټيمونه وي، ياد ټيمونه ولسي وي او په چا پورې تړلي نه وي، خو دا چې يوازې ټليفون سند راوړي او بيا وايي چې هغه ګټونکی او دغه بايلونکی دی دا يوازې تش تبلیغات دي.

ښاغلي عزت چې د سروې په برخه کې پوره تجربه لري د دې سروې په اړه يي افغان ځواک ته داسې وويل:« ډير وارې چې موږ په ولايتونو کې سروې کړې د ټليفون سروې ډير وارې ناسمه ختلې يوازې هغه سروې ګانې سمې وي چې په سيمه کې وشي او سيمه د جي پي اس پر مټ وڅارل شي، په افغانستان کې هرڅوک درې او څلور نمبرې لري چې کله ترې بله شمېره غواړې درې واړې شمېرې درکوي او په دريو واړو کې درته يوه خبره کوي.»

ښاغلي عزت وويل چې په هيواد کې روان نازک حالت ته په کتو سره بايد کيدونکې سروې ګانې شفافې وي نه داسې چې په قومي، سمتي او ژبنيو بنسټونو ولاړې وي.

عزت وويل چې طلوع ټلويزيون ته ښاييدل چې د دې سروې تر کيدو وړاندې يي رسنيز اعلانات کړي وی، په پوره روڼتيا سره ياده پروسه پر مخ تلې وی او يا په هر ولايت کې ولايتي ټيمونو ته چې تر ډيره بايد د مدني ټولنې غړي وی ياده سروې شوې وی.

طلوع ټلويزيون چې د لويديځ ملاتړ له ځان سره لري ډير وارې کوښښ کوي په افغانستان کې ژبنيو مسايلو ته په لمن وهلو سره اوبو خړې کړي او ماهيان پکې ونيسي.

يو بل تن چې په طلوع کې يي کلونه کار کړی دی افغان ځواک ته د نوم نه ښودلو په شرط وويل چې په تيرو ټاکنو کې هم ياد ټلويزيون له عبدالله څخه يو ميليون ډالره اخيستي و او تر ډيره به يي خبري او ټاکنيز موضوعات پر عبدالله را څرخيدل.

نوموړي وويل:« د طلوع په کړو وړو کې تعصب، ژبپالنه او سمت پالنه له ورايه ښکاري، هغه وخت چې زه په طلوع کې ووم کله چې ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړې په سياسي او خبري برخه کې تصميم نيونکو کسانو په چک چکو پيل وکړ او د دې چک چکو پر مهال د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست هم و چې بشردوست ورته په ټوکه کې وويل چې ونيسۍ چاکليت وخورۍ خو عبدالله بيا هم نشي بريالی کيدای.»

خو له دې ټولو سره سره ډيری افغانان په دې اند دي چې طلوع او د طلوع دې ته ورته سروې ګانې او راپورونه نور د افغانانو ذهنيت نشي بدلولای ځکه ډير خلک په دې پوه شوي دي چې طلوع د کوم دريځ لرونکی ټلويزيون دی او څومره په افغانستان او افغانيت باندې باور لري.

تر دې وړاندې طلوع ټلويزيون د ننګرهار په شينوارو کې هم يوازې د آوازو پر مټ د يو قوم د د سپکاوي په موخه خبر خپور کړی و چې په اړه يي ډير لاريونونه هم وشول او ډيرو لیکوالانو پرې ليکنې هم وکړې، خو د طلوع لويديځ بیخ او په دولت کې له ځينو کړيو سره پراخې اړيکې يي د دې لامل شوې چې ياده خبره د دې ټلويزيون له بخښنې پرته غلې شي.

افغان ځواک ـ خبرخونه