فيسبوکي سياست پوهان او پيران
عصمت الله سپيڅلی
زه انټرنيټ يا د نړۍ جال ته ډير لاسرسی نه لرم.
کله هم چې ورته لاسرسی پيدا کړم، خپل څه نه ليکم د نورو ګورم ځکه وايي پردی کټ تر نيمو شپو وي. نن سهار مې هم يو دوست سره نيټ و بس ماهم پکې خپله آيډي خلاصه کړه ټوله پاڼه مې وکته بس ډيرې خبرې پکې وې خو د ميرمن فتانې ګيلاني يوې لنډې تبصرې ته مې ور پام شو: نوموړې په خپله تبصره کې داسې ليکلي و: « بیاید به گذ شته و وهویت کساینکه نامزدان احتمالی ریاست جمهوری افغانستان است، نظر بیندازیم. قیوم کرزی: دارایی پاسپورت امریکایی مب باشد واز طرف همسروی نیز امریکایی است. جناب قیوم کرزی در هوتل داری دست بلند دارد. وجای خوشبختی این است که همسر وی نیز در رستورنت که در امریکا داشتن به صفت پیش خدمت دوشا دوش شوهر خایش جهت امرار معاش کار میکرد. علی احمد جلالی: داریی پاسپورت امریکایی می باشد. تمام عمرش را در امریکا سپری نموده و هیچ شناخت از ساختار جامعه افغانی ندارد وازطرف دیگر ملت افغانستان هر گز بالایی یک امریکایی اعتماد نخواهند کرد. ازسوی دیگر در زمان تصدی وازرت داخله از امریت فوق العاده ضعیف برخوردار بود وبه همین لحاظ مجبور به استفاده شد. حنیف اتمر: به احتمال اغلب که شهادت نامه صنف دوازهم را در دست ندارد، همسرش خارجی است واز همه اسفناک تر که پایش در مبارزه با مجاهدین اسیب دیده است.»
البته د غلطي يې ذمه وار نه يم ځکه املايي غلطۍ پکې بيخي ډيرې وې. دې خبرې باندې ځينې تبصرې هم شوې وې يوه ورته ويلي و ډير ښه خو ډيرو نور يې دا خبره غندلې وه. زه نه پوهيږم کله کله په افغانستان کې داسې کيسې هم کيږي چې خلک د ځينو کورنيو شخصي حدودو ته ور تيريږي سپکې سپورې پسې کوي. زه منم چې په افغانستان کې به ډير کم د کار سړي پيدا شوي وي او ناسم به پکې بيخي ډير وي، خو زموږ ستونزه له اشخاصو سره ده نه د دوی له کورنيو سره. يو وخت کله چې غازي امان الله خان د افغانستان استقلال په ۱۹۱۹ ميلادي کې واخيست اروپا ته يې سفر وکړ له هغه ځايه يې کفري نړۍ د ميرمنې ملکې ثريا انځورونه سانسور کړل او بيا يې افغانستان ته راوړل په افغانستان کې هم د پنج ګنج او ..... ملايانو دستي د کفر فتوا پرې ورکړه.
زموږ ملايانو کې لويه ستونزه داده چې دوی يوازې او يوازې هغه څه ميخانيک زده کړي وي چې ده ته ورته يو کس ورته ښودلي وي، زموږ ملايان سياسي، اقتصادي او معاصر شعور ډير کم لري. وروسته کله چې روسي يرغلګر افغانستان ته راغلل خلکو بيا هم د ولس ذهنيت په دې خراب کړ چې مشران ولاړل غرق شول، جهاد وشو روس مات شو او ډير اسيايي هيوادونه يې له شره خلاص شول. مجاهدين راغلل دوی هم داسې څه وکړل چې په تير شوي جهاد، شهيدانو، معلولو معيوبو او نورې يې هم خاورې واړولې. خدای تعالی پرې د بابر او پاکستان ملايکې طالبان را نازل کړل.
طالبانو د دې په نوم چې دوی شر او فساد دي جهاد ورسره روا دی په دوی بريدونه پيل کړل له دواړو لورو ډيرې ککرۍ تر خاورو لاندې شوې، چې د شبرغان د ليلي دښته او د مزار شريف قلعه جنګي يې کيسې له ځان سره لري. اوس چې لويديځه نړۍ راغلې بيا هم په هيواد کې خبرې ډول ډول دي، پروني غله، مجاهدين، کمونستان، دموکراتان د نن ورځې چارواکي دي، څوک يې چې په واک کې نه دي هغوی بيا يو ناملي اپوزيسيون جوړ کړی دی چې ملي والی يې يوازې په فضل الرحمن اوريا او رازمحمد دليلي خلاصه کوي.
طالبان اوس هم د ځوان پوړ د فکر د خرابيدو په موخه په پاکستان کې فلمونه سانسور کوي زموږ په بې علمه ځوانانو يې ګوري او په پای کې دوی ته قناعت ورکوي، عملي د ای اس آی جنت او حورې ور ښيي او بيا په دوی پورې تړلي چاوديدونکي په افغانانو ور چوي چې ډيرې ميندې بورې شي او ډيرې کونډې شي.
زه به ډير وړاندې نه ځم د ميرمن فتانې خبرې ته به راشم، ((پيران، آغاګان، حضرتان، ګيلانيان)) دوی هغه خلک دي چې په هيواد کې يې ډير کلونه کيږي د خلکو وينې زبيښلي دي منم ښه هم پکې شته دي شيخ المشايخ صيب هم حضرت و خو هغه داسې نه و لکه اوس چې په واک او ډالرو پسې مړه دي.
پيرخانه، موريدان، قلنګ هغه څه دي چې دو یې اوس هم له خلکو اخلي ان تر دې چې په پکتيکا او خوست کې اوس هم دې پيرانو ته خلک سجدې کوي او په ولسي جرګه کې ناست پير هم د پيري او موريدانو په زور د واک په ګدۍ ناست دی دی کوم سياسي مبارز نه دی په پکتيکا يې کمپاين نه دی کړی خو مريدان شته خدای دې لري.
د نن ورځې پيران هم عجايب وايي فتانه چې اوس د يوې وړې پروژي ډلې مشري کوي تل په فيسبوک کې لکه امين الله امرخيل ګډې وډې ليکي، ځکه امين الله امرخيل د فيسبوکي تبليغاتو له لارې بيرته واک تر لاسه کړ.
ميرمن فتانې او د دوی کورنۍ ته د پوره درناوي په لرلو سره يو څه وايم عبدالله، قيوم کرزی، حنيف اتمر، جلالي او نور چې هرڅوک دي د دې خاورې دي، ملت يې پيژني، ځکه جلالي د کورنيو چارو په وزارت کې کار کړی، بيا اتمر، عبدالله د بهرنيو چارو وزير و چې اوس په نيږدې ټولو هيوادونو کې شته سفيران يوازې د ټلوالې کسان دي. دوی به هم لکه مجاهدين، کمونستان او نور ښې ګڼې بدګڼې لري خو له دوی سره د بحث کولو په برخه کې به ښه وي چې سوقه دلايلو ته ورشو، تش تورونه او يا د دوی په ښځو پسې سپکې دا دردونه نشي دوا کولای.
همدغه پيرخانې که چيرې په افغانستان کې د دوی په اړه څيړنې وشي په بيلابيلو نومونو يې واکونه تر لاسه کړي دي اوس هم د پکتيکا خلک د ګيلاني کورنۍ ته سجدې کوي لاسونه يې ښکلوي خو په واقعيت ډير کم پوهيږي.
په افغانستان کې نيوکې په ريښتوني ډول نه کيږي محقق چې پورته شي کرزی کافر کړي، عبدالله خو يې بيخي د سړي زوی نه بولي، خو دوی د نظام او افرادو تر منځ توپير نه کوي، دوی نه وايي چې د دوی ستونزه له کرزي سره ده نه له نظام، افغانستان او افغانيت سره. خو اوس چې د دوی خبرو ته ګورو دوی له کرزي سره هيڅ ډول ستونزه نه لري بلکه د دوی ستونزه له نظام، افغانستان، افغانيت سره ده.
تيره ورځ په مزار کې ناسته وه بس څو منحوسې رټل شوې څيرې پکې را ټولې شوې وې چې د پښتنوپکې څرک هم نه وو. دوی که چيرې پښتانه په اوريا او يا رازمحمد دليلي خلاصه کوي دا به ناشونې وي چې پښتانه دې په دې کسانو خلاصه شي. راځۍ ستونزې داسې و وايو چې حدود پکې مالوم وي، سپکې سپورې، کنځلې، تورونه، ټوله ورځ په فيسبوک کې بريښ بنډار يا چټ زموږ ستونزه نشي حل کولای.
زه يوه کيسه درته وکړم ما په ډيرو رسنيو کې يو ډول نه يو ډول کار کړی دی، يوه ورځ له يوې بلې ميرمنې سره ميرمن فتانې د مرحوم احمدظاهر چې يو وتلی سندرغاړی دی کيسې کولې، خو دا کيسه د احمدظاهر په هنر نه وه بلکه د ده په ګيړل فرينډو باندې وه ميرمن فتانې به ويل:« فلاني جان را در شهر نو ديدم وقتيکه احمدظاهر زنده بود شکم دار بود...................... و در شکمش اولاد احمدظاهر را پرورش ميداد، فلاني را ديدم که از احمدظاهر شکم دار بود.......» ميرمن فتانې دا ليست دومره ډير کړ چې نيږدې مې سکته کړې وه چې دا يې لا څه بلا و دې بلې دوستي خو يې ورته وويل« همونهای که از نطفه احمدظاهر هستند..... در هامبورګ جرمني هستند، کاشکې به خاطر احمدظاهر اينها افغانستان بيايد.» دا راز يو کال کيږي ماسره و نه مې وايه خو نن چې دا راز وايم اړ شوم ځکه داسې نه وي چې ملت بيا وغوليږي وخت ډيرحساس دی، قطر، طالبان، په شمال کې ناستې، د امنيتي چارو ليږد راتلونکې ټاکنې......................
زه د دولت، اپوزيسيون، طالبان جان يا اسلامي حزب پلوی نه يم نه هم شکر دی تر دې دمه په افغانستان کې د کومې ډلې غړيتوب لرم، خو افغانستان، افغانيت او شته جغرافيه راته ډير ارزښت لري، ډير وارې مې خلک ليکنې لولې ګواښونه کوي خو دوی ليکنه په پوره ډول سره نه لولي ډير داسې برښناليکونه شته دي چې ډاډ او غندنې پکې دي چې زه يې ټولو ته ښه راغلاست وايم. خو ښه به دا وي چې سياستوال، چارواکي مو د عمل ډګر ته را و وزي، د عمل په ډګر کې کار وکړي، زه څو تنو فيسبوکي سياستوالو او ښاغليو ته څو لارښونې کوم:
الف: ميرمن فتانې ته: پيرانې پير صيب، زه درسره هره نيوکه منم خو راشه نيوکې ته دې سرحد وټاکه.
زه منم چې ستا په زړه کې به هم د افغانستان په اړه دردونه وي، خو دې دردونو ته عملي جامه ور واغوندۍ، راشه جرأت وکړه قرباني ورکړه عملي ډګر ته راشه، د يو چا لاس ونيسه، ولسي جرګه، پروژې او سره مياشت خو مو غرق کړه د سمون په فکر کې شی، يوازې غندل څه کولای شي، دا لس کاله کيږي شته نظام د شمال ټلوال د بدمعاشانو، غاصبينو، قاچاقبرو، مارشالانو، وزيرانو،اپوزيسيون والو له لوري په يو او بل نوم غندل کيږي، طالب جان پسې ځانمرګي او ماينونه را ليږي کوم درد يې دوا کړی دی.
ځواب بیا هم منفي دی. ته د دې پر ځای چې د خلکو د ښځو رازونه وايې تذکرې يې ګورې د بديل په لټه کې شه خو ستا بدیل کيدای شي ته يا ستا د کورنۍ غړی وي خو ملت اوس ويښ دی نور به ناشوني وي چې وغوليږي.
ب: فيسبوکي جنرالانو ته: په دې جنرالانو کې ښاغلی امين الله امرخيل تر نورو وړاندې دی، کله شاعر شي، کله په کونړ کې خپل انځورونه خپروي کله بيا تازه خبرونه خپروې، او کله هم هسې آوازې دروازې اچوي.
ښاغلی جنرال دا تاسو سره نه ښايي، تاته ښايي چې يونيفورم دې کړی وي او ځان ثابت کړې، ته د هوايي ډګر قومندان شوې، د پوهنې په وزارت کې دې کار وکړ، د سرحدي پوليسو قومندان شوې خو تش انځورنه دې ملت ويني لاسته راوړنه نه لرې هرچاته خدای موکه ورکړي وتښتي ته د پاکستان د بريدونو په پلمه وتښتيدې، عبدالله په بل نوم، اتمر د ناسم مديريت له امله او امرالله صالح له پښتنو سره د سختې دښمنۍ له امله چې ډير وارې يې په ملي امنيت کې ډير پښتانه مشران په ډول ډول سره وځورول.
کورنۍ دې ټوله نظامي ده، څوک مو شنونکي دي څوک مو روغتونونه جوړوي خو ته هم پکې بيا يوازې په فسبوک کې ناست يې، زه چې ګورم ته تر کاره، کوره، ورځني ژونده فيسبوک ته ډير وخت ورکوې، که په انځورونو ګټل کيدای شوای احمدشاه مسعود به اوس العياذابالله منها اوس پيغمبر وای، هندي لوبغاړي به اوس سياسي مشران وای.
د مسعود انځورونه مې ان د تشنابونو په دروازو هم ولیدل، موټر، د پوليسو پوستې، رينجر موټرونه، وزارت خونې، او ان د کابل پوهنتون هم پرې ډک دی.
نور راشه عملي ډګر ته ځان ثابت کړه اوس د انټرپول مشر شوې، مبارک دې وي درته خو ګوره ځان ثابت کړه، کار وکړه، تښتيدلی فطرت او يا هم هغه د حج او اوقافو وزير ونيسه، پراخې نړۍ والې اړيکې جوړې کړه، د مجتبی پتنګ پر پلو قدم کيږده، پوليس سم کړه، له چرسيي، ترياکي، نشه يي، حزبي او سمتي لرونکي پوليس څخه مو خلاص کړه، خلک به دې ومني.
ج: فيسبوکي آوازه خورونکي او اوبو خوړونکي ماهي نيونکي: دا ډله څو تنه دي چې کله د افغانستان د تجزيې په اړ سروې کوي، کله د شته ژبو په اړه او کله کله هم ځينې څيرې نندارې ته وړاندې کوي. دوی په دې ښه پوهيږي چې غوا توره شيدې سپينې هرځای کې مخالف او موافق وي خو مخالفت مو بايد دومره حد ته ونه رسيږي چې يو څوک پرې وځوريږي، يو څوک توهين شي، بيا هم وايم هرڅه مالوم دي، اصلي مجاهد، اصلي وطنپالی،اقليت، اکثريت، افغانيت، ژمنتيا او هرڅه لکه لمر روښانه دي.
د: طالباني فکر لرونکي ځوانان: دا کسان هم په فيسبوک کې بيخي ډير دي، ډير يې په يو اس اې آی ډي کې کار کوي په سفارتونو کې دي معاشونه اخلي، چې نومونه يې شته خو دوی ته د کومې ستونزې د نه پيدا کيدو له امله يې اوس نومونه نه اخلم، خو دوی هم بايد پوه شي چې نور طالبان او امارت په افغانستان کې یوازې خلک د وحشت، وژنو، په تار حلالولو او هیواد د ورانونکو په نوم پيژني زه ډير داسې خلک پيژنم چې په کابل کې يې وروڼه له بريټانيوي تابعيت سره کارونه کوي پروژې نيسي خو وروڼه يې په همدې ډالرو په ولايتونو کې جهاد کوي چې ددې کسانو نوملړ هم شته دي اوس دې وي.
دا منو چې هرڅوک به داسې وايي خو د مجيدالله قرار غوندې انقلابي فکر لرونکي به ډير کم وي. قرار د فکر تر څنګ پياوړی سياسي او انساني شعور هم لري په فيسبوک کې د نوموړي دلايل د ډيرو زړونو ته لاره مومي، په اسلام، سياست، افغانيت، طالب، پاکستان، شمالي ټلوالې او نورو باندې ډير ښه پوهيږي، په غزني کې د اندړو له هر کلي خبر دی په لرو او بر يې زړه درد کوي او په جار ناري وهي چې غوا توره شيدې سپينې.
د قرار فکر لرونکي بيخي ډير دي او انشاالله د قرار فکر به خامخا رنګ راوړي.
په پای کې يوه خبره کوم: هغه څه چې ما ويلي دي چې يوازې په اشخاصو خبره ده، هيله ده چې قضاوت مې بيا ټوليز ونه ګڼل شي او پټانان راته ګواښونه ونکړي. هرڅه چې لرۍ زما بريښناليک شته دی نيغ په نيغه راته برښناليک وليکۍ.
په درنښت
ورور مو عصمت الله سپيڅلی