ټوکه

په سعودي عربستان کې ۳ کسان د شرابو څښلو په جرم کې ونیول شول.
قاضي حکم وکړ !
چي درې واړه مجرمان په لوڅې ملا شل شل دورې ووهئ.
اول يې بنګالی راوست
قاضي ورته وویل چي ملا لوڅه کړه او که څه خواهش دې وي نو زما ترقي شوې ده په دې خوشحالۍ کې ستا یو خواهش پوره کولای شم.
بنګالي ورته اوویل چي بس مخکې د دوري له وهلو څخه په ملا باندې راته یو بالښت وتړئ.
بالښت يي ورته په ملا باندي وتړلو........ هغه جلاد ډیر ظالم وو هغې په څو دورو وهلو کې هغه بالښت وشکولو او غریب بنګالي پاتې دوې په ملا وخوړي.
بیا يې پاکستانی راوست:

ـ قاضي ورته اوویل چي وایه ستا څه خواهش دي؟؟؟؟
پاکستاني ورته وویل چي زما په ملا دوه بالښتونه وتړي.
دوه بالښتونه د پاکستاني په ملا باندي وتړل شول............ هغه جلاد په یو څو دورو کښي يي هغه دواړه بالښتونه وشکول او غریب پاکستاني پاتې دورې په ملا وخوړلې.
اخر کښي يې افغان راوست:
قاضي ورته وفرمایل چي ته خو زمونږ د اسلامي خاوري اوسیدونکی يې ستا خو دوه خواهش پوره کووم..... وایه خواهش دې
افغان ورته وویل: چې زما اول خواهش دا دی چې دغه دورې باید د شلو پر ځای څلویښت کړای شي .
قاضي حیران غوندې شو خو ورته يې وویل چې سمه ده ... دوهم خواهش دې وایه؟
افغان ورته وویل چي دوهم خواهش مې دا دی چې دغه پاکستانی زما په ملا پورې وتړئ