د ابوعلي سينابلخي په اړه المانی فلم

د بي بي سي فارسي پاڼې د مديکوس په نوم د يو فلم د فلمبرداري د کار له پای ته رسيدو خبر ورکوي چې د مديکوس د رمان پر بنسټ چې د امريکايي ليکوال نوآګورډون اثر دی او د مادريد د کتاب په نندارتون کې د کال له لسو غوره رمانونو څخه يو بلل شوی دی، خبر خپور کړی دی.

د المان په کلن ښار کې د بي بي د خبريال اختر قاسمي د ليکنې په بنسټ، د دې فلم وخت په يوه لسمه ميلادي پيړۍ کې منځنيو پيړيو ته ورګرځي چې د يو انګليس ځوان په اړه دی  چې خپل مور او پلار د ناروغي له امله له لاسه ورکوي او غواړي طبي زده کړې وکړي ترڅو وکولای شي د مړينې مخنيوی وکړي.

په دې فلم کې دا ځوان په دې پوهيږي چې يوازنی طبيب او د حکيمانو حکيم ابوعلي سينا په ايران کې دی او دا د ده د طبابت په برخه کې د ده زده کړې ته يوازنۍ موکه ده.

په دې برخه کې یې، په ډيره پررويي او يو بل ډول ليدلوري سره ابوعلي سينا بلخي يوازنې ايرانی بللی دی، دا په داسې حال کې دی چې ټولو څيړونکو او پوهانو ته جوته ده چې ابوعلي سينا بلخي د افغانستان د بلخ ولايت دی او دلته يې سترګې رڼې کړي دي او دلته يې ژوند کړی دی او هغه فلم چې دا المانی يې جوړوي د همدې بلخي ابوعلي سينا په اړه دی.

د بي بي سي پاڼې ليکوال په بله برخه کې ليکلي دي:« چلونکي د دې پوښتنې په اړه چې ولې د دې فلم بهرنۍ صحنې د ايران په اصفهان کې چې د فلم کيسه پکې ده، نه ده فلمبرداري شوې، وويل چې په مراکش کې د فلمبرداري لپاره وړ ځايونه شته دي چې د پخواني ايران په څير دي او موږ ته ښه شونتيا ده.»

د سينا د فلم ټولو کارکونکو ته دا جوته خبره ده چې د مراکش طبيعت تر ډيره افغانستان ته ورته دی او له همدې امله کله چې فلم جوړونکي غواړي د افغانستان په اړه فلم جوړ کړي او يا يې فلم په افغانستان کې د کومې صحنې لرونکی وي، د مراکش طبيعيت د افغانستان لپاره د بديل په توګه ټاکي.

ايرانيان تل ګډ وياړونه او څيرې د ځان بولي، که د مطرح تاريخي کسانو د منسوبولو له بحث څخه تير شو، الماني فلم جوړونکو ويلي دي چې د مديکوس د فلم بهرنۍ برخې، به د روان کال د سپټمبر د مياشتې تر پای پورې روانې وي او وړاندوينه کيږي، چې دا فلم به په ۲۰۱۳ کال کې د سيمنا په پرده را څرګند شي.

د دې فلم يو جوړونکي ويلي دي چې دا فلم يوه سينمايي نسخه ده چې لوړه نسخه به يې په دوو برخو کې د المان د يو په نوم ټلويزوني چينل« آی آر ډي» چې د دې فلم د جوړونکو له ډلې يو دی نندارې ته وړاندې شي.

بن کينګزلي د ابوعلي سينا په رول کې، تام پين د روب کوله په اصلي رول کې، يهودی چې افغانستان او د ليکوال په تعبير سره ايران ته راځي، په دې فلم کې را څرګنديږي او د فلم نور عوامل له نورو هيوادونو څخه غوره شوي دي.