د میرمن بهیر د ۱۳۹۱ کال د څوارلسمې غونډې ریپوټ
میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر د شنبې ورځ د چنګاښ د میاشتې په دریمه نیټه د ښوونې او روزنې وزارت په کلوپ کې غونډه وکړه.
غوڼده د ورځې په یوه نیمه بجه د زمزمې نیازۍ په ویندویۍ پیل شوه. د غونډې مشره آغلې ګلالۍ امر خیل او د هیواد مشهور ادبې شخصیت او وتلي شاعر ښاغلی استاد عبدالباري(جهاني) د غونډې میلمه و. همداراز د میرمن بهیر د غړو تر څنګ یو شمیر د استاد شاعر مینه والو هم په غونډه کې حضور درلود.غونډې درې برخې لرلې، چې لومړۍ برخه یې د تل په څیر د کاري مسائلو په اړه وه چې د نورو موضوعاتو تر څنګ ښاغلي ګل اغا احمدي وردګ د ښوونې او روزنې د محترم وزیر ښاغلي فاروق وردګ پیام د میرمن بهیر غړو ته راوړی و چې په لړ کې یې ښاغلي وزیر د بهیر د هڅو د ستایلو تر څنګ د هر راز مرستې او ملاتړ ژمنه کړې وه چې د میرمن بهیرد دارالانشأ له خوا یې مننه وشوه. همداراز ښاغلي داود تپان د پکتیا ولایت څخه د خپریدونکې اوښتون مجلې مدیر مسوول د میرمن بهیر له غړو وغوښتل چې د اوښتون، لوپټه او نورو هغو مجلو لپاره چې په پښتو ژبه خپرونې لري خپلې لیکنې او اشعار ورواستوي تر څو له یوې خوا د هغوی اثار د خلکو تر غوږونو ورورسیږي او له بلې خوا یې د پښتو ادبیاتو د ودې او پرمختګ سره مرسته کړې وي.
د غونډې دوهمه برخه د محترم استاد عبدالباري جهاني وینا او د میرمنو هغو پوښتنو ته ځانګړې شوې وه چې له ښاغلي استاد څخه یې د شعر او ادبیاتو په هکله درلودې، او د محترم استاد له خوا یې په پوره حوصله مندۍ سره ځوابونه وویل شول.
همدارنګه ښاغلي جهاني د خپل پیغام په لړ کې د غونډې ګډونوالو ته وویل:
ټولو افغانانو ته په کار ده چې د ملي وحدت لپاره کار وکړي او په یوه نوم او بل نوم د تفرقې د اچولو په پلمه دې د نورو په خبرو باور نه کوي، د خپلې ژبې او قوم د پاره مخلصانه خدمت د ژبې او قوم د پرمختګ او زموږ خپل ژوند د سهولت سبب کیږي او که داسې نه وي نه له هر چا زیات ضرر به هم موږ وینو.همداراز محترم استاد د خپلو خبرو په لړ کې د میرمن بهیر له فعالیتونو نه هم په یادونې سره هغه وستایا او وویل چې د میرمن بهیر فعالیتونه د میرمنو د پرمختګ لپاره ډیر اړین او ګټور دي او د بهیر د لا بریا هیله یې وکړه.
د غونډې په پای کې مشاعره وشوه چې د ښاغلي عبدالباري جهاني تر څنګ میرمنو هریوې شکریې جلالزۍ،نظیفې نیازۍ، مدهونا حیدري، رخسار ساحلجو،فرحناز، بلقیس محبوبي، شفیقه خپلواک، فریده فقیری فروغ، هیلۍ حیدري، اوږۍ امیل، لیمه نیازۍ،مومنه ناظم احدي، تورپیکۍ تمیل، جمیله صافۍ، ګلالۍ امرخیل او نعیمې خپل شعرونه وویل. غونډه د مازدیګر په څلورو بجو د مازدیګرنۍ په خوړلو سره پای ته ورسیده. د یادولو وړ ده چې میرمن بهیر د هرې شنبې په ورځ په یوه نیمه بجه د ښوونې او روزنې د وزارت په کلوپ کې غونډه کوي.
نعیمه(غني)