بهلول او هارون الرشيد په هديره کې

وايي يوه ورځ بهلول په کومه هديره کې ناست و، دی به تر ډيره د عبادت لپاره هدیرې ته ته.

هارون الرشيد  چې له دې ځايه تيريده پر بهلول یې سترګې ولګيدې او پوښته یې وکړه:

ـ ای بهلوله دلته څه کوې؟

بهلول ځواب ورکړ:

ـ د هغو خلکو ليدو ته راغلی یم چې نه غيبت کوي او نه هم له ما څخه څه غواړي او نه مې هم ځوروي.

هارون وويل:

ـکيدای شي د هغې دنيا د سوال ځواب، قيامت، پل صراط په اړه راته يو څه و وایې؟

بهلول ورته وويل:

-خدمت کونکو ته د دې و وايه چې دلته اور بل کړي او پر سر يې يوه لويه تبۍ ور کيږدي ترڅو ښه سره شي.

هارون رشيد امر چې څه  چې بهلول غواړي بايد همداسې وشي.

دې وخت کې بهلول وويل:

ـ ای هارون الرشيده لومړی زه په دې سره تبۍ لوڅې پښې خيژم ځان به معرفي کوم  او هرڅه مې چې خوړلي دي يا مې اغوستي دي.

هارون الرشيد هم د بهلول خبره ومنله.

په لومړي سر کې بهلول په سره تبۍ ودريد او ځان یې داسې معرفي کړ:

-بهلول، د اوربشې د ډوډۍ يوه ټوټه او سرکه، دستي له تبۍ را کوز شو او پښې یې بيخي ونه سوځيدې ځکه ځواب یې لنډ و.

کله چې د هارون الرشيد وار شو ور پورته شو، کله یې چې غوښتل یوازې او يوازې خپل ځان معرفي کړي پښې یې وسوځیدې او کښته له سرې تبۍ څخه را ولويد.

دې وخت کې بهلول وويل:

ـ  د قيامت سوال ځواب به همدا شی وي.  هغه څوک چې څه یې نه وي کړي، بيچاره وي ځواب به یې هم دومره اسانه وي او هغه چې د دنيا غمو اخيستی وي په داسې غمونو به ککړ وي.