د میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر د ۱۳۹۱ کال د یوولسمې غونډې ریپوټ
میرمن بهیر تیره شنبه د غبرګولي په دیارلسمه نیټه غونډه وکړه غونډه د هیلۍ احدي په ویندویۍ پيل شوه د غونډې مشره جمیله(صافۍ) او د سلام وطنداره رادیو د پښتو څانګې مدیر ادیتور ښاغلی عاشق الله یعقوب په غونډه کې د میلمه او ریپوټ اخیستونکي په توګه حضور درلود د غونډې په سر کې په کاري مسائلو په مفصله توګه خبرې وشوې چې په لړ کې یې د بهیر دارالانشأ د هغو بهرنیانو په اړه چې په میرمن بهیر یې د بهرنیو رسنیو ریپوټونه لوستي او د بهیر سره یې خپله لیوالتیا ښودلې ده، میرمنو ته معلومات ورکړل او له هغې ډلې نه یې د الیسه په نوم د یوې پولنډۍ محصلې یادونه وکړه چې غواړي پښتو او دري ژبه زده کړي او له بهیر نه یې د مرستې غوښتنه کړې او همداراز یو بل تن د مایک په نامه له امریکا متحده ایالاتو نه هم د بهیر سره د مرستې ژمنه کړې او د میرمن بهیر د اړیکو کمیټې خپل ځينې لومړیتوبونه ور په ګوته کړي دي .
همداراز د میرمن بهیر یوه تکړه او هڅانده شاعره لیمه(نیازۍ) د یوه فنلندي ژورنالست له خوا د هغې د ښکلي شعر له امله تقدیر شوې وه چې میرمن بهیر د نوموړې د ستایلو تر څنګ هغې ته د لا بریالیتوب هیله وکړه او د دې تقدیر معنوي اړخ یې ډیر ګتور وبللو. بله د بحث موضوع د هغو خویندو د شعري ګډې تولګې د چاپ مسئله وه کومې چې په لېرو پرتو سیمو کې ژوند کوي او یوازې د تلیفون په لیکه خپل شعرونه له میرمن بهیر سره شریکوي، او میرمن بهیر به د دغو شعرونو په چاپولو سره دا اثار خوندي کړي، په دې توګه د میرمن بهیر د تشکیلاتو د څانګې مرستیالې نویدې خوشبو ته دنده وسپارل شوه چې د لیرې پرتو کلیوالو سیمو د میرمنو او نجونو د شعرونو ټولګه تدوین کړي.
همداراز د بهیر میرمنو د هغو خویندو د احوال پوښتنه هم ضروري وګڼله چې د بهیر په غونډو کې پخوا حاضرې وې او اوس یې حضور کم شوی دۍ.
له کاري مسائلو وروسته د کره کتنې په برخه کې زما( نعیمه غني) شعر کره کتنې ته وړاندې شو، د یادولو وړ ده چې د دې شعر ځانګړتیا په دې کې ده چې دا یو غزل دی چې د یوې قافیې او یوه وزن په ځای په یوه بیت کې دوي قافیې او دوه وزنه لري او هره نیمه مسره یې د راتلونکې مسرې له نیم مسرې سره بیله معنا لري، او په دې ډول دۍ
غزل
څومره ښکلی یې سپرلیه، څومره ښکلی یې سهاره
څه خوږه نغمه شپونکیه، زړونه یوسې بې اختیاره
ستا منزل ته دروانه،ستا دیدن دمه غواړم
ډیر ستړې یم زړګیه، ډیر یادیږې مې نګاره
د غماز خبرې پریږده، له روزګاره ګیلې مه کړه
څه خبر دۍ له لالیه، ولې نه وایې له یاره
زیړی رنګ د نرګس ګوره، په شنه باغ کې تالا کیږي
مري د هجر له زیړیه،پټه خوله کرار،کراره
کله ورته شي یو بل ته، توپیر ډير د ښو او بدو
فرق شړۍ شي له لونګیه، لکه ته چې له اغیاره
د یارۍ مطلب دې نه و،تش د خولې کوې خبرې
خدای دې ورک کړه لیونیه، زه دې ویستم له کاره
سړي ډير وي په دنیا کې،یو،یو سر د سر سړی شي
د دستار یو،دوه سړیه، نور سرونه وي بې شماره
څه په وږي کلي راغلم، دلته سترګې هم خوړل کا
ما پنا کړه تور ټیکریه، بیا توبه مې له سینګاره
د نعیمې د زړه دنیا ته، څنګه لاره دې پیدا کړه
کله راغلې اې پردیه، ته خو نه یې له دې ښاره
د نظریاتو به برخه کې لومړی جمیلې(صافۍ) وویل چې که شعر په ښکلي غږ دکلمه شي نو د هغه مفهوم به ښه درک شي او بل دا چې د متن لوستل او شعر دکلمه کول ډیر سره توپير لري چې نعیمه دا خبره کله هم په پام کې نه نیسي.
له هغې وروسته اوږي امیل نظر ورکړ چې ښکلی شعر دی خو که دا شعر د یوه آزاد شعر په فورم کې ولیکل شي نو دا به له دې ډول لیکلو نه ښه وي.او له دې سره ښاغلي استاد علم ګل(سحر) وویل ځينې خلک د شعر هندسي جوړښت ته ډیر پام کوي او له شعر نه مثلث جوړوي او یا هم بیلابیل ډولونه ورکوي، چې دا کار د ادبیاتو په وده کې مرسته نه کوي، دا مهمه نه ده چې شعر په کوم فورم کې ویل کیږي یعنې څنکه ویل کیږي بلکې مهمه دا ده چې په شعر کې څه ویل کیږي او څه موضوع رانغاړي،نظیفې نیازۍ او زمزمې بیا ویل چې که د شعر کاپې له ټولو سره موجوده وای نو په کره کتنه کې به د نظر ورکونکو کار آسانه و.
له کره کتنې ورسته د مشاعرې برخه پیل شوه چې لومړی له وردګو ولایت څخه موسکا ساحل او له پکتیا ولایت څخه صائمه افسون د تلیفون په لیکه خپل شعرونه ولوستل همدارنګه د پاریسه خزان په مسج کې رالیږلی شعر د جمیلې صافۍ له خوا ولوستل شو،له هغې وروسته حاضرو میرمنو هر یوې سیمین صدف، هیلۍ احدي،شکریې کمالزۍ، ساهره شریف، ګلالۍ امرخیل، بلقیس محبوبي، حوریه سپيڅلې، اوږۍ امیل،نظیفې نیازۍ،رخسار ساحلجو،لیمې نیازۍ،تورپیکۍمومند، جمیلې صافۍ،اصیلا نیازۍ او نعیمې خپل شعرونه ولوستل غونډه د مازدیګر په څلورو بجو پای ته ورسیده.
د یادولو وړ ده چې د میرمن بهیر د راتلونکې غونډې مشاعره به د مور د ورځې په ویاړ په همدې اړه شعرونو ته ځانګړې وي.
نعیمه(غني)