د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دخواخوږۍ پیغام
په ډیرې خواشینۍ سره مو دمیرمن بهیر دیوې تکړه غړې، وتلې ژورنالیستې او شاعرې حسیبې شهید دشهادت خبر ترلاسه کړ.
انا لله و انا اليه راجعون
میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرپه ترافیکي پیښه کې دخپلې یوې ګرانې غړې، ښې شاعرې، ویاندې او ژورنالیستې د شهادت د خبر په اورېدو سره، د يو لوى ویر احساس کوي. الله پاک دې دغې ګرانې خورته فردوس جنت په نصيب کړي .
میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرددوې دکورنۍ غړو، خپلوانو او د لروبر افغان فرهنګي کورنۍ ته د خپلې ژورې خواشینۍ او خوا خوږي مراتب وړاندې کوي ددوى په غم کې ځان شریک بولي. دغې ګرانې خور ته فردوس جنت او کورنۍ او خواخوږو ته یې دالله پاک په دربارکې د جمیل صبر دعا کوي.
د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر
دارالانشآ
زه هم په خپل وار سره د ځوانې، تاندې او هڅاندې پښتنې خور حسیبې شهيد پر مرګ سخت خواشينی شوم ، خدای ته لاسونه لپه کوم چې الله دې جنت پردوس نصيب کړي، پاتې شونو او کورنۍ ته دې خدای د زړه صبر ورکړي. مرګ حق دی هرڅوک مري، خو له وياړه ډک مرګ، چې ډير در پسې خفه شي اوښکې در پسې تويې کړي، ډير کم پيدا کيدونکی دی، خو د شهيدې حسیبې لپاره دا بسنه کوي چې ډيرې پښتنو ورڼو او خويندو پسې اوښکې تويې کړې.
مرګوټي داسې ځوانان يو وړل
له ډيره خياله يې کاږه وړل اورميږونه
په ځانګړې مينه محمدالله ارين احمدزی