د کوټلا سره ګلان!
څو ځل مې د پلیو خلکو لپاره د ټرافیکو سره رنګه اشاره له پامه وغورځوله چې په شنې کیدو به یې موټر ودریدل او خلک به هم په خوند له سړکه تېر شول .
نږدې دوه کیلومتره مې پلی مزل کړی وو خو لار راته نه ښکارېده چې په کومه روان یم تر څو مې د هغې نمبر ته زنګ ووهه .
په ګوډه ماته هندي مې روغبړ ورسره وکړ له دې چې د لومړي ځل لپاره یې زما غږ اوریدلی وو چیغه یې کړه او راته وې ویل چې ته دلته څه کوې؟
لږ څه وشرمیدم خو بیا مې ورته وویل چې غواړم ودې وینم ځکه سبا بېرته روان یم .
په ټیلیفون یې خپل بشپړ ادرس راکړ خو سر مې پرې خلاص نه شو په دې ښار کې نو چې د موټرو په ځاي د رکشو غوا لنګه ده یوه مې ودروله او ادرس مې ورکړ .
خو رکشې چلوونکي په بیړه ځواب راکړ:
صاحاب جي هم نهي جا سکتې...
د شپې په شاوخوا نهو بجو په دې ځواب، که په کابل کې وی خو خیر خو په دهلي کې نو د زغم وړ نه وه لږ څه پرې غوصه شوم خو سړی راته په خندا شو او په کرار یې راته وویل :
اری بای صاب یې بات نهی هی بیټو مې تمهې میتروسټیشن پر هي چوړدیتاهو...
د مترو په اوریدو مې مخکینی ادرس هم له یاده ووته رکشه مې تم کړه او یو ځل بیا مې له هغې څخه د ادرس پوښتنه وکړه. له رکشې والا سره مې هم وغږوله او له هغې سره یې هوکې کړه چې میترو تم ځاي ته به مې رسوي .
هغې هم یو ځل بیا د مترو له لارې د خپل کور بشپړ ادرس راکړ.
میترو چې د نورو ځایونو په خلاف او یا هم کیداي شي د ناسمې ځمکې له امله دلته د هوایي سړکونو په سر روان دي لس پنځلس دقیقې پکې ودریدم. له نجونو او هلکانو ډک وو. ټول راته پردي ښکارېدل خو له یوه سره مې لږ څه خبرې وکړې او تر مَیور ِویهاره چې رسیدم نو د هغې لیدو ته مې تلوسه او لیوالتیا لا پسې ډېرېده .
په مَیور ِویهار کې مې د کوټلا د جامع جومات ادرس یوې رکشې والا ته وروښود دا نو په دې نږدې شاوخوا ځایونو کې یوه مسلمان مېشته سیمه بلل کیږي .
د جومات مخې ته په رسیدو له یوه ښکلي ځوان سره مخ شوم له لرې یې خپل لاس راته وښوراوو او پوښتنه یې رانه وکړه چې کبیرررر....؟
ما هم چې د هغې تصویرونه لیدلي وو نو کیداي شي دا ځوانکی به یې ورور وو خو کټ مټ څېره یې ورکوله .
کور ته په ننوتو یې اول خپله مور او بیا خپله خور یعنې زما رنګینه راوپیژندله .
له تود هرکلي او روغبړ سره مخ شوم د شپې نږدې لس بجې وې مور او ورور یې هم لس پنځلس دقیقې ناست وو بیا ووتل. له رنګینې سره مې چې له ډېرې مودې بريښ بنډار یا انټرنیټي سلام کلام درلود له نږدې وکتل خوندورې خبرې یې کولې ښایسته څېره خداي ورکړې وه . له څو خبرو وروسته یې مور بېرته راغله . نږدې لس نیمې بجې به وې چې زه هم په روانیدو شوم او رنګینه له ما مخکې پاڅېدله د تازه سرو ګلانو یوه ګیډۍ یې راکړه . ښایسته خوشبویي یې کوله په کرار یې راته وویل چې د جرګې خلک له تا مخکې پاڅېدل د هغوي ګلان دي خو زه یواځې ستا یمه او دا ګیډۍ هم د ډالۍ او نښې په توګه درسره ویسه...
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
صفي الله ستانکزی 2012/04/17