جمیله (صافۍ)
د میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر د ۱۳۹۱ کال د څلورمې غونډې ریپوټ
د میرمن بهیر نوبتي غونډه د شنبې ورځ د ۱۳۹۱ کال د وري د میاشتې په ۲۶ نیټه د ښځو چارو وزارت ته څیرمه د زده کړو په تالار کې جوړه شوه غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت د زمزمې نیازۍ په ویندویۍ سره پيل شوه د غونډې مشره آغلې پاکیزه آرزو او میلمانه يې د پاکستان د کوټې له ښار څخه راغلې لیکواله د پښتو ژبې او ادبیاتو په برخه کې یوه هڅانده میرمن پښتنه (رفیقي) او ښاغلی داکتر عبدالروف (رفیقي) د کویټې د پوهنتون استاد اود پښتو ادبیاتو څیړونکي اوهمداراز د هیواد تکړه شاعر او لیکوال ښاغلی منقاد الرحمن(رودوال)وو) غونډې دری برخې لرلې چې په لمړي سر کې په کاري مسائلو لنډې خبرې وشوې او له هغه افغان میرمنې سره دمیرمن بهیر غړو خواخوږي وښوده کوم چې د خوست په ولایت کې د خپل خاوند له خوا وژل شوې وه او د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پيښو په شتون یې خپله اندیښنه ځرګنده کړه.همداراز د بهیر میلمنو او په ځانګړي ډول میرمن پښتنې (رفیقي) په کابل کې د میرمن بهیر د چارو د پر مخ تللو په هکله خپلې پوښتنې مطرح کړې چې د بهیر د دارالانشأ له خوا ورته ځوابونه ورکړل شول هغې د بهیر د روان حالت څخه خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې په نیږدې راتلونکي کې به د کویتې په ښارکې هم د میرمنو لپاره ورته بهیر جوړ کړي تر څو د هغه ځای میرمنې هم وکړی شې د خپلو ادبي پنځونو په ترس کې خپله ځانګړنې او استعدادونه څرګند کړي، ښاغلي عبدالروف رفیقي بیا د د مبایل په مرسته د لیرو ولایتونو له میرمنو سره اړیکې ساتل د غږ د بندولو د دود په وړاندې یوله نوښت نه ډک او په ځای غبرګون وبللو .د کره کتنې په برخه کې د ځوانې شاعرې شکریه( جلالزۍ) په شعر کره کتنه وشوه چې شعر په لاندې ډول وو.
نن د علم ګوهر ګوره په جهان کې
څومره لوړ دۍه هست شوی په جهان کې
چاچې علم و ادب دواړه سره یاد کړل
ستوري نه تړې پټیدلی شي آسمان کې
د خالق رضا له هغه خلقه کیږي
چې سفرکاندي د علم په کاروان کې
د فلک د چارو قیاس کیدلی نه شي
علم قیاس کاندي په وریځو په باران کې
چې پرې واړه هسکې ټيټې دی روښانه
دا د علم شمعه سوځي شبستان کې
هر عالم لره رتبه د پيغمبر ده
څومره هسک ژوند د عالم ده په دې شان کې
چې یې زده کړه هم په نر او ښځه فرض ده
دا ایت دۍ په آیاتو د قرآن کې
چې د عالم څخه وینا د علم واورم
داسې ښایي چې بلبل نغمه سر کړې ګلستان کې
چې هر څومره زحمت وګالې طالبه!
دومره ښه به ستایل کیږې په زمان کې
علم زده کړه چې طبیبه جلالزۍ شې!
چې هر چیرته به مخکښه وې درمان کې
چې د اصلاح په برخه کې یې میرمنو لاندې نظرونه ورکړل :
اوږۍ وویل په مطلع کې د (دۍه) کلمه یوه لهجوي کلمه ده کې د هغې په ځای د (دۍ) کلمه راوړل شې ښه به وې چې پاکیزې بیا وویل دا کلمه د وزن د ساتلو له پاره ښه ده او په شعر کې وخت په وخت شاعران لهجه کاروي او دا کومه نوې خبره نه ده.
جمیلې یې د دې مسره : (څومره هسک ژوند د عالم ده په دې شان کې )په هکله وویل چې د (ده) په ځای د دۍ کلمه باید وکارول شي میرمن ګلزاده وویل په اوم بیت کې د شعر تفصیل معنا غلطه رسوي او دا یو حدیث دۍ په داسې حال کې چې دلته د آیت له پاره اشاره شوې ده.
زمزمې او ګلالۍ امرخیل بیا وویل د اتم بیت یو د اضافت توری زیات دې او هم یې دوهمه مسره لږ څه اوږده ده او وزن یې مات کړی .چې شاعرې یې د سمون وعده وکړه.
د شعر د موضوع په هکله میرمن ساهره شریف وویل له شعر نه داسې معلومیږي چې شاعرې د رحمان بابا اشعار مطالعه کړي وي او د هغه د شعر اغیزه یې په شعر کې ډيره څرګنده ده.نعیمې او پاکیزې وویل چې غزل خو د تشبیهاتو او استعارو ژبه ده او دا له غزل سره باید تل مل وي.
د غونډې په پای کې د تل په څیر مشاعره وشوه چې لومړي د هلمند ولایت څخه مینې(موسکا)خپل شعر د تلیفون په لیکه ولوست له هغې وروسته د پکتیا ولایت څخه صائمه (افسون) د پسرلي په هکله په دې مطلع خپل شعر وورولو :
بیا په مستۍ راشه زمونږچم ته ګلرنګ بهاره
ځولۍ،ځولۍ ګلونه راوړه رنګ په رنګ بهاره
له تلیفوني اړیکو وروسته د بهیر د غړو تر منځ مشاعره وشوه چې هر یوه ګلالۍ(امرخیل)،هیلۍ احدي،نعیمه غني،پاکیزه آرزو ، زمزمې نیازۍ ،اوږۍ امیل، جمیله صافۍ،شکریه جلالزۍ،شاه ګل ګلزاده او نورو خپل شعرونه ولوستل غونډه د مازدیګر په څلورو بجو پای ته ورسیده .
د یادولو وړ ده چې په راتلونکې غونډه کې به د آغلې( رحیمه پښتونجار) په شعري ټولګه مخ کتنه وشي.