د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرد نهه پنځوسمې غونډې رپوټ

د میرمن کلتوري - ټولنیزبهیر نوبتي غونډه د کابل په نوي ښار کې د ښځو چارو وزارت ته څیرمه د زده کړې په تالار کې  د۱۳۹۰ کال کب د میاشتې په ۱۳ نېټه د غرمې په یوه بجه آغلې هیلۍ احدي په ویندويۍ پیل شوه.

په پیل کې د غونډې میلمنې میرمن تورپیکۍ تمیل ته ښه راغلاست وویل شول او تر څنګ يې د بهیر غړیتوب هم تر لاسه کړ.

په پیل کې په خیبر پښتونخوا کې د میرمن بهیر په جوړیدو خوښي څرګنده شوه او په دې برخه کې د نامتو شاعرې او لیکوالې میرمن پروین فیض زاده ملال او هلته د نورو خویندو هلې ځلې وستایل شوې، په غونډه کې وپتییل شوه چې د پښتونخوا له بهیر سره هر راز مرستې وشي او هڅه دې وشي چې په راتلونکې یوه میاشت کې د افغانستان د میرمن کلتوري – ټولنیزبهیر یو پلاوی پښتونخوا ته ولاړ شي څو ددغو ټولنو ترمنح لا ښه همغږي رامنځ ته شي دغه راز په کوټه او ننګرهار کې د میرمن بهیرونو پر جوړیدو ټینګار وشو.

د غونډې په لومړۍ برخه کې پر ځینو کاري مسایلو خبرې وشوې او د ټولو په ګډه پریکړه د بهیر د فعالیتونو د لا ښه توب په موخه ځینې پریکړې وشوې چې اغلې ساهره شریف، طوبی ندا، نعیمه غني ، محموده تقوا، بلقیس محبوبي ځینو نورو بهیروالو په دې اړه خبرې دوی وویل چې : " میرمن بهیر باید یوه دې دارالانشاء کمېټه ولري تر څو د دارالانشاء د غړو په پریکړه او مشوره د میرمن بهیر کار او فعالیتونه لا ښه سمون ومومي "

او په دې توګه یې د بهیروالو دندې په میرمن ادبي بهیر کې په لاندې توګه په ګوته کړې:

د دارالانشاء غړې:

پاکیزه ارزو، طوبی ندا، سایره شریف، اوږۍ امېل

د خپرونو او تبلیغاتوڅانګه:

نویده خوشبو، هیلۍ احدي، زمزمه نیازۍ

د اړیکو مسؤلې:

ګلالۍ عمرخېله، نظیفه نیازۍ، مرضیه امین

او همدا راز د تشکیلاتو د برخې مسٔولیت عادله حَصین نویده خوشبواو مومنه او هیلۍاحدي ته ور وسپارل شو

او د دې تر څنګ د میرمن ادبي بهیر د ویب پاڼې مسؤلیت او مشري طوبی ندا محموده تقوااو نعیمه غني ته ور په غاړه شو.

او یوه بله خبره هم د یادولو وړ ده او هغه دا چې آغلې پاکیزه ارزو د قلم ټولنې له خوا د جوړې شوې غونډې د مقالو ټولګه د چاپ له پاره چمتو کړې وه او د بهیر مشرې آغلې ساهره شریف ته یې سافټ کاپي وسپارل شوه تر څو یې په نږدې راتلونکي کې د ځینو خپرندویو ټولنو په مرسته چاپ ته وسپاري.

له کاري مسایلو وروسته ښاغلي استاد اعلم ګل سحرمخکې له مخکې  د ښځو د نړیوالې ورځې (اتم د مارچ)  مبارکي وویله او تر څنګ یې د دې نړیوالې ورځې په هکله لاندې په زړه پورې معلومات هم وړاندې کړل:

په ۱۸۵۷م کال کې د نیویارک د نساجي فابریکې میرمنو لاریون وکړ او د نرینه وو په شان د خپلو حقونو غوښتونکې شوې، نیمه پیړۍ وروسته په ۱۹۰۸م کال کې بیا هم په نیویارک او شیکاګو کې د کتان فابریکې میرمنو په لاریون لاس پورې کړ او د خپل حق د غوښتلو شعارونه یې ورکول چې د همدې لاریون په ترڅ کې ټولې بندیانې شوې او د یوه نا معلوم علت له مخې دغې فابریکې هم اور واخیست چې ۱۲۹ کسه ښځې په کې مړې شوې اوویل کیدل چې د دې پیښې تر شا د فابریکې د مسؤل لاس وو.

او بیا د دنمارک په هیواد کې د میرمن کلارازاتکیین په مشرۍ د ښځو نړیوال کنفرانس جوړ شو. او وړاندیز يې وکړ چې د مارچ د میاشتې اتمه نېټه دې د ښځو نړیواله ورځ ونومول شي. او په ۱۹۱۰ م کال کې دا ورځ د همدې ښځې په وړاندیز په همدې نامه ونومول شوه، چې لومړی ځل په اتریش، سویس او المان کې ولمانځل شوه، خو بیا د دوهمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې د ښځو ټول انساني حقونه تر پښو لاندې شول او ډیرو ښځو د سختو اقتصادي ستونزو له امله د جنین سقط وکړ، خو بیا له ډیرو کلو وروسته په ۱۹۴۶م کال کې دا ورځ یو ځل بیا د شرقي اروپا هیوادونو له سره ولمانځله.

له لکچر وروسته په زړه پورې مشاعره تر سره شوه او ګڼو خویندو په کې خپل شعرونه ولوستل.

له مشاعرې وروسته د راتلونکې اونۍ له پاره د آغلې تورپېکۍ تمیل شعر د کره کتنې له پاره د بهیر د کره کتنې ګروپ ته وسپارل شوچې آغلې لیمه نیازۍ به پرې لیکلی نقد لیکي. پر دې سربیره به را روانه اونۍ ډاکتر نجیب الله زاخیلوال د مور او ماشوم تر منځ د اړیکو او ځینو رواني ستونزوپه برخه کې او نعیمه غني به د ماشوم ادبیاتو په اړه لکچر ولري چې بهیر والو ته به ارایه شي. په غونډه کې پر بهیروالو د خوشحال بابا د ژوند او اثارو په اړه لیکلي معلومات او همدارنګه له پکتیا څخه خپریدونکې (محبت) مجله وویشل شول.

یاده غونډه د مازدیګر په ۴ بجو پای ته ورسیده.

                                                    په ټوله مینه

                                                  محموده تقوا