په خیبرپښتونخوا کې میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر جوړ شو

په خیبر پښتونخوا کې چې دپښتو ادب یوه ستره حوزه ده، د میرمن کلتوري ټولنیز بهیر سیمه ایزه څانګه په دغه سیمه کې د افغان قونسلګري د کلتوري اتشې نامتو لیکوالې او شاعرې میرمن پروین فیض زاده ملال په هڅو جوړه شوه.

په پښتونخوا کې د میرمن بهیر پرانیستونکې غونډه د ۲۰۱۲ میلادي کال د فبروري په یوویشتمه نیټه د پیښور په نشتر هال کې جوړه شوه.

لومړی افغان لیکوال او شاعر علم ګل سحر خبرې وکړې او په خیبر پښتونخوا کې یې د میرمن بهیر جوړیدل د پښتو ادب د پرمختګ په لاره کې مهم ګام وګاڼه.

ورپسې لیکوالې او شاعرې میرمن پروین ملال او لیکوالې او ژورنالستې خاټول احمدزۍ خبرې وکړې.

په غونډه کې وپتییل شوه چې په پښتونخوا کې به دمیرمن بهیر غونډې د هرې میلادي میاشتې په لومړۍ نیټه د قونسلګري په کلتوري دفتر کې په خیبر پښتونخواکې د ټولو پښتنو میرمنو په ګډون جوړیږي. په غونډو کې به د کره کتنې او ادبیاتو پر درسونه سربیره آزاده مشاعره هم کیږي.

غونډه ټولو هغو میرمنو ته چې په لومړۍ پرانیستونکې غونډه کې یې ګډون نه درلود خبر ورکوي چې د میرمن بهیر په غونډو کې دګډون لپاره له دوی سره اړیکې ونیسي. او دمیرمن بهیر راتلونکې نږدې غونډه د مارچ میاشتې په لومړۍ نیټه د قونسلګري په کلتوري دفتر کې جوړیږي.

اړیکې:

parveenmalal@live.com

khatoul@live.com

03333910226

دیادونې وړ ده چې د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر څانګې د هیواد په زیاترو ولایتونو او له هیواده بهر په اروپا کې هم فعالیت لري. چې په اوونۍ کې یو ځل غونډې کوي. په ۱۳۸۷ کال کې په کابل کې د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرپه جوړیدو سره اوس په هیواد او له هیواده بهر پښتنې میرمنې د ادب په ډګر کې تر بل هر وخت ښې ځلیدلې. باور دی چې په پښتونخوا کې به د بهیر په جوړیدو سره زموږ په یوه مهمه حوزه کې میرمنې وکولی شي چې د ادب او فرهنګ په ډګر کې ښې وځلیږي او خپلې ژبې او ادب ته زیات خدمتونه وکړي. دیادونې وړ ده چې د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دسیمه ایزو څانګو د جوړیدو په لړکې په سویلي پښتونخوا کې هم د میرمن بهیر د جوړیدو هڅې پیل شوې چې په نږدې راتلونکې کې په دغه سیمه کې د افغان میرمنو په ګډون پرانیستل شي.

محموده تقوا