سرليک: دخواشينۍ پيغام

زما نوم صابر شاه نورزی دی ،زه په جرمني کې د ډاکتری دنده سر ته کوم ٠غواړم تاسو پښتنو خويندو ورونو سره د خپلې دندې يوه ډ يرخواشينونکې او جالبه پيښه در شريکه کړم٠
د دسمبر په پنځمه نيټه زه دنوکريوال په توګه په روغتون په دنده بوخت وم چې يو نا څاپه ديوه عاجل ناروغ دراوستو لو احوال راته ورسيده ما هم په ډيره بيړه ځان ورته ورساوه، کله چې عاجل ې خوننې ته ورسيدم نويوه ځوانه اوښکلې ميرمن مې وليده چې بيهوشه دکټ په سر پرته ده اودمخ بڼه داسې زيړه او خزان ده چې چې ماداسې وانګيړله چې ګنې زېړ رنګ يې په مخ و هلی دی نودستکلې مې په لاس کړې اوددې رنګ په هکله مې غوښته لمړی ځان و پوهوم خو کله مې چې دستکله وکته نوهيڅ رنګ پرې نه نو ډ ير ه بيړه مې وکړه اوپه معائېناتو بوخت شوم٠
داميرمن داسې بېحاله پرته وه اودسترګونه ئې رڼې رڼې اوښکې بهيدې لکه د زړه ماڼۍ يې چې په اوښکو کې ډوبه شوي وي٠دهغې په غاړه کې يو نری دزرو اميل پروت وو اوپه هغې کې د الله پاک نوم وهغې ته تعظيم وکړاوکله چې مې دهغې نبض کته نودهغې لاس ته مې پام شو چې ځه يې په ګوتو کې کلک نيولي دهغې ګوتې مې خلاصې کړې چې ومې لېده ياسين شريف يې دلاسه وغورځيده هغه مې راجګ کړ اوسرته مې ورته کيښود٠
خوماسره سودا پيدا شوه دا به زمونږ خپله افغانه وي ددې د مخ ښکلا انوراني څهره صرف ديوې افغانې کيدلی شي اوددې ژيړ مخ ددې په خورو ورو ويښتانوکې داسې ښکاريده لکه د تور اسمان په مخ څوالسمه سپوږمۍ٠
که رښتيا وايم نو لږ څه سودايي شوم چې دا به څوک وي نو ځکه مې دهغې بسته وکته دبيمې کارت به يې راوخلم خو هيڅ مې پيدا نکړل بس يو څو د شعرونو کتابچې مې وليدې يوڅوشعره مې هم ولوستل اشنا راته ښکاره شول چې ناځاپه مې د هغې ليسانس لاس ته راغلوچې کله مې نوم ورته ولوسته نوسمدستي مې وپيژنده داناروغه ميرمن بل څوک نه زمونږ دټولوپښتنوورونواوخويندوخوررحيمه پشتونجاروه چې ډير په سخت حالت کې روغتون ته راوستې وه اواوس هم په روغتون کې ده٠
تاسو ټولو خويندو ورونو نه هيله کوم چې د الله پاک دربارته لاسونه لپې کړی او ددې خوردروغتيا غوښته وکړی تاسو ټولو نه مننه نورزی