د نړۍ تر ټولو ښکلي هوايي ډګرونه
په نړۍ کې د هوايي چلند په برخه کې ځينې ګډوډي تل د دې لامل کیږي چې ډيری مسافر له هوايي مسافرت سره دومره مینه ونه ښيي، خو کله کله داسې هم شوي دي چې په ځينو نړیوالو هوايي ډګرونو کې تم کیدل ډير بد نه وي او مسافر ترې یو ډول خوند اخیستی شي. ما هم کوښښ کړی په دې لیکنه مو له همداسې څو په زړه پورې هوايي ډګرونو سره بلد کړم.
۱-د چین د پیکن هوايي ډګر
په ۲۰۰۸ کال کې کله چې په چین کې د المپیک نړیوالې لوبې کیدونکې وې نو د چین د پیکن هوايي ډګر مسولینو دې ډګر ته دریم ترمینل هم ور زیات کړ، چې په نړۍ کې ترټولو لوی ترمینل بلل کیږي. دا ترمینل انګلیسي طراح نورمن فاستر په څلورو کلونو کې ډيزاین کړی دی. د دې هوايي ډګر چت بیخي آیرونامیک یا الوتکیز شکل لري، او یو ډول د ښامار غوندې جوړ شوی دی.دا ترمینل ښکلی چت لري. پرې کښل شوې کرښې له ورځنۍ رڼا څخه ګټه اخلي او کله چې مسافرین ترې تیریږي نو د دې رنګ کله سور شي او کله هم شین.
۲-د کاراسکو نړیوال هوايي ډګر
کاراسکو یو خصوصي هوايي ډګر دی چې مدیر یې دل سور نومیږي، دا هوايي ډګر د دې لپاره جوړ شوی دی چې د اروګویه پلازمینې ویدیو ته خلک د سیل لپاره زړه ښه کړي، د دې بام هم داسې جوړ شوی دی چې سترګې ته ورته شکل لري او دا د دې هیواد یو ډول نشان هم دی چې په ډيری برخو کې یې کاروي. دا نه یوازې یوه معیاري بلل کیږي بلکه د معیاري په ډګر کې د یو ډول مجسمې په ډول ارزښت لري.
۳-د امریکې د دنور نړیوال هوايي ډګر
د دنور هوايي ډګر په ۱۹۹۶ میلادي کال کې په کار پیل وکړ، دا ډګر د بیزنیس ټراولر مجلې لخوا په شمالي امریکې کې د غوره هوايي ډګر په نوم پیژندل شوی دی. د پرواز خوندیتوب په دې ډګر تر ټولو یوه ښه ځانګړنه ده. د دې ډګر بام د سره پوستانو د ځانګړي سپین څادر څخه په الهام اخیستو جوړ شوی دی. امریکايي طراح کرتیس فنترس ډير کوښښ کړی چې په دې ډګر کې هغه څه وکاروي چې ډيری لګښت یې یوازې له پاکې انرژي څخه وي. د دې هوايي ډګر بام داسې جوړ شوی دی چې په ژمي کې شل سلنه لمر ځان ته جذبوي ترڅو د هوايي ډګر د ننه هوا ګرمه وساتي، په ۲۰۰۹ کال کې په دې هوايي ډګر کې ځينې نور کارونه هم وشول او د موندنې سیستم هم پکې نصب شو.
۴-د سویلي کوریا د اینچیون نړیوال هوايي ډګر
دې هوايي ډګر په ۲۰۰۱ کال کې په رسمي ډول خپل کار پیل کړ او د مسافرو د الوتنې د تجربې له مخې په نړۍ کې د غوره هوايي ډګرونو په قطار کې راځي، د انیچیون هوايي ډګر هم د کرتیس فنترس لخوا ډیزاین شوی دی، او په جوړونه کې یې ډيری کوریايي دود او فرهنګ کارول شوی دی. طراح یې د دې هیواد ډيری ځایونو ته سفرونه کړي دي او د دې هیواد دودیزې ماڼۍ او دودیز کار یې کتلی دی، د دې هوايي ډګر بام د کوریا د یو پخواني معبد له ودانۍ څخه په الهام اخیستو جوړ شوی دی او پیاده روونه یې هم د کوریايي دود سره سم جوړ شوي دي. د ودانۍ په دننه کې وحشي ګلونه او د کاج ونې کرل شوي دي، دا هوايي ډګر په یو ساعت کې د ۳۱ زره کسانو لپاره ځای لري او ټول تګ راتګ یې د یو ځانګړي ریل په وسیله وي چې په کمپیوټري کنټرول سیستم باندې سمبال دي.
۵-د فرانسې د لیون، سنت اګزوپر نړیوال هوايي ډګر
د دې هوايي ډګر تر ټولو په زړه پورې ټکی دادی چې ودانۍ ته یې دوه فولادي زورونه ورکول شي او داسې ښيي لکه کوم مرغه چې د پرواز په حال کې وي، د دې ودانۍ طراحي سانتیاګو کالاتراوا کړې او د دې ودانۍ وزورنه یې داسې جوړ کړي دي چې د لمر له وړانګو څخه د ودانۍ د روښانولو لپاره سمه ګټه ترې اخیستل کیږي.
۶-د ارجټاین د مالویناس نړیوال هوايي ډګر
مالویناس د یترادل فویګو له وړوکي سیند سره نیژدې پروت ښار دی او ښکلا یې هم په طبیعي محیط پورې تړلې، الوتکې دې هوايي ډګر ته له یو وړوکي غره او دښتو څخه تر را تیریدو وروسته را رسیږي. د مالویناس هوايي ډګر چت لمر ته یو ډول انعکاس ورکوي او د ننې پکې لرګي کارول شوي دي.
۷-د مراکش د منارا نړیوال هوايي ډګر
د مراکش په دې هوايي ډګر کې ډيری اسلامي طراحي کارول شوې. د دې طراح د اې ټو اې په نوم یوه ډله وه چې په کازابلانکا پورې اړونده وه، نوی ترمیناله دې هوايي ډګر ته په ۲۰۰۸ کال کې ور زیات شو، د ننې پکې یو ډول ښکلې ستنې درول شوي دي. د ځمکې مخ او پکې شته مبلونه ډيری د مراکش هیواد دودیز شیان دي.
۸-د سنګاپور د سنګاپور چانکي نړیوال هوايي ډګر
دا هوايي ډګر په ۲۰۰۸ کال کې پراخ شو، د دې هوايي ډګر ځانګړنه داده چې ډيری طبیعي جوړ شوی دی او پکې طبیعي ګیاوې او بوټي کرل شوي دي. په دې هوايي ډګر کې داسې ګرپونه لګول شوي دي چې د مرغۍ وزر ته ورته دي ترڅو هوايي ډګر روښانه کړي، پنځه پوړیزه ودانۍ یې هم په یو ښکلي شنه دیوال جوړه شوې چې ډيری طبیعي رنګ لري.
۹-د هسپانیا د ساندیکا بیلبایو نړیوال هوايي ډګر
دا هوايي ډګر د دې هیواد د Txoriherri په نوم په ښکلې شنه کې چې بیلبایو له ښار سره نیژدې ده موقعیت لري، دا پروژه په ۱۹۹۰ کال کې بشپړه شوه خو بشپړتیا یې هم یوه لسیزه وخت واخیست، او په ۲۰۰۰ کال کې د ۳۹ میلیاردو ډالرو تر لګولو وروسته بشپړه شوه، ساندیکا خپل چاپیریال ته په کتو سره طراحي شوې، د دې هوايي ډګر شکل الوتونکي مرغه ته ورته ده او ورته لاپالوما یا کوتره هم ویل کیږي.
۱۰- د المان د ټپمل هاپ نړیوال هوايي ډګر
دا په المان کې د ګڼې ګوڼې لرونکي هوايي ډګر په نوم هم یادیږي چې د آلبرت شپیر په نوم یو کس طراحي کړې، له دې سره سره چې دا هوايي ډګر په ۲۰۰۸ کې وتړل شو خو شنونکي وايي چې په دې ودانۍ کې شوې طراحي به په ډيرو نورو ودانیو کې هم وکارول شي.