ګدایان خانان او خانان ګدایان

لیکوال: محمدالله ارین احمدزی

ځينې وخت عجیبه شانتې یو حالت په انسان راشي، ښه به موړ وي ډير شته به  لري خو یو ځلې به پک پمن شي او د تورې نیستۍ به ورته مخه شي. ځينې وخت داسې هم ډير شوي دي یو څوک به پک پمن ب وي په ځمکه به یې سیوری او  په اسمان به یې ستوری نه وي،  خو یو ځلې به خان شي او ډير شته به پیدا کړي. خو زما په اند په ټولو کې انسان ته داسې څه ښايي چې دی په یوه حالت وساتي. له یو حالت څخه مې موخه دا نه ده چې که یو څوک پیسې لري نه دې ښه خوري نه دې څه څښي او نه دې هم څه اغوندي بلکه ښه دې وڅښي، ښه دې وخوري او ښه دې واغوندي خو کله چې له ځانه ټيټ ویني نو تیر حالت دې له ځان سره انځور کړي او په یاد مجبور کس دې د مینې لاس را کش کړي او که یې وس وي ورسره دې مرسته وکړي. که چیرې مو دې هجري قمري میاشتو ته پام کړی وي کله روژه په دوبي کې وي کله په ژمي کې کله هم په مني او په پسرلي، ځکه ترڅو د هر څه خوند وڅکو او د هر چا له زړه راشو. که اسلامي فلسفه ولولۍ او د ژوند ننداره پکې وکړۍ نو ډير به د دې موضوع عمق ته نور هم ورسیږی چې اسلام یانې څه؟ د اسلام احکام یانې څه؟ په اسلام کې د نقلي دلایلو تر څنګ عقلي دلایل هم کیدی شي ډير مو د یوې خبرې عمق ته ورسوي.

خو ما ډير داسې کسان لیدلي دي چې خانان ګدایان شوي او ګدایان خانان شوي دي د ګدا تر خاني راته د خان خاني او ګدا کیدل ډير په زړه پورې وي. خان چې کله غریب شي تر ډيره پکې هغه د خانۍ خویونه وي او دومره ژر نه ناهیلی کیږي بیا هم هڅه کوي ترڅو بیرته خپل ژوند ښه کړي که ښه هم نه شي بیا د پلار نیکه تاریخ ته مخه کړي او یو څوک پکې غریب تیر شوی وي او د هغه په غربت ځان ته ډاډ ورکوي خو چې ګدایان خانان شي بیا دې نو خدای ساته دوی داسې عجیب غریب شي، په فیشن کې ګرځي هر چا پورې خاندي ډوډۍ به در باندې وخوري خو په خبرو خبرو کې به دې خولو له خاورو در ډکه کړي ‎، زما په اند دا به ددې له امله چې وايي: چونګښه په پچه وخته کشمیر یې ولید. که انسان په هر حال کې خپل ژوند کړه وړه داسې برابر نکړي چې د دې ټولو شتو په وخت کې د نورو لپاره پیغور نه شي ښه به دا وي چې خپل شته په نورو درانه نکړي ځکه په شتو کې عزت نشته دی، ډير شتمن مري خو له مرګ سره یې هرڅه مري ولې ډير داسې کسان شته دي چې په مادي لجاظ مړه دي خو په معنوي لحاظ لا هم ژوندي دي او ژوند کوي، په کتابونو کې به  مو ډير نومونه لوستلي وي چې درته نا اشنا وي خو د دوی دا نا اشنايي تاسو دې ته اړباسي چې د دوی په اړه پلټنه وکړۍ، ډير به  لرې نه ځم خپل پښتني تاریخ ته به مخه کړم په دې تاریخ کې له امیر کروړه بیا تر احمدشاه بابا، میرویس نیکه، ملالې، لوی خوشال خان، صوفي رحمن بابا، حمید مومند، پیر روښان، او نني عصر پورې ډيرې داسې څيرې شته دي چې لا هم ژوندي دي خو د دوی په ټول معنوي ژوند کې د دوی پر معنویت ډير بحثونه کیږي، څوک یې د اخلاقو خوا څيړې، څوک یې د فلسفې، مکتب، لیکوالي، کړو وړو په اړه څيړنې کوي. خو یوه یې هم په اړه داسې نه دي ویلي چې ده څه خوړل، څو معاش یې و څه منسب یې و، کور کې یې څو میرمنې وې او هرې میرمنې ته یې څومره سره او سپین زر اخیستي و او نه هم تر دې دمه چا د تیر تاریخ په اړه داسې پلټنه کړې چې څوک پکې خانان و او څوک پکې ګدایان. زما په اند تر ډيره لوستي کسان باید د مادیت پر ځای معنويت او معنوي ژوند ته مخه کړي تر څو ډير ژوندي پاتې شي، استاد غضنفر څه ښه وايي: که مو خلکو، اولس ته کار وکړ تاریخ به مو په خپله ژوندي وساتي. که د استاد غضنفر خبرې ته راشو او لږ پکې ځير شو او سوچ پرې وکړو کیدی شي ډير لرې مو بوزې او ډير څه مو د فلم د خیال پلو په څير د سترګو مخې ته تیر کړي.