دميرمن كلتوري ـ ټولنيزبهيرد اته څلويښتمې غونډې رپوټ
د میرمن کلتوری بهیر اونیزه غونډه د تلی د میاشتی په نهمه د پوهنی وزارت په کتابتون کی جوړه شوه د غونډې ویناواله زمزمه نیازی او د غونډی میلمنې د سرحدونو او قومونو د چارو وزارت د جرګی او جاش مرستیالانی آغلی ستاره یوسفزی او طاهره امین د لغمان ولایت د ادبی بهیر استازی ښاغلی یاسر او د دری ژبی دوه تکړه شاعرانی هره یوه تمنا توانګر او ویګاه مقربی هم د میلمنو په صفت ګډون کړی وو.
همدارنګه د غونډی د جریان د ثبتولو لپاره د ظفر رادیو د ادبی خپرونو مسول ښاغلی طیب ا ود فرانسه نړیوالی شبکی د آرتی تلویزون ژورنالسته ماری فورستر هم راغلی وه ، چی د غونډی تول جریان یی ثبت کړ.
غونډه له معمول سره سم په کاری مسایلو باندی په راپور پیل شوه په کاری مسایلو کی په دریو عمده موضوګانو باندی چی یو یی د رنا مشاعره، د ښځینه وو د شعرونو سیالی او د راتلونکو اونیزو غوندو کی د نظم په راوستول باندی مفصلی خبری وشوی.
استاد علم ګل سحر په خپلو خبرو کی د رڼا مشاعره د ځینو تخنیکی ستونزو سره ښه وارزوله او ویی ویل چی د دغی مشاعری مدیریت د میرمن بهیر په لاس کی و ځکه یی ښه ارزوم.
همدارنګه ښاغلی سحر د طوبا ندا ساپی او د ابرار موسسی په نوښت په شعری سیالی کی په غوره شلو شعرونو کی چی د میرمن بهیر د غړو د لومړی، دویم ، دریم او څلورم مقام په لاس ته راوړو ورباندی خوښی څرګنده کړه او دا یی د میرمن بهیر لپاره لویه لاس ته راوړنه وبلله.
اوس د آغلی ساهری شریف په خپلوخبرو کی د رڼا مشاعری د مالی لګښت په هکله راپور وړاندی کړ
همدارنګه په رنا مشاعره کی د ځینو تخنیکی ستونزو او د ولایتونو څخه د خویندو د شعرونو او د اجندا د نشتوالی په اړه د خفګان اظهار وکړو او په راتلونکی کی یی د داسی تیروتنو څخه د ډډی غوښتنه وکړه.څرګنده شوه چې داړیکو مسولې زمزمې نیازۍ خپله دنده په ښه توګه سرته نه وه رسولې، داړیکو له دندې ګوښه او پر ځای یې ګلالۍ عمرخیله وټاکل شوه.
همدارنګه هغی د هغو فرهنګیانو د کورنیو د غړو د ګدون څخه مننه وکړه چی پخوا یی په داسی غونډو کی د ګډون اجازت نه درلود.
او هیله یی وکړه چی په راتلونکی کی هم د هیواد د فرهنګیانو د کورنیو غړی په داسی غونډو کی ګډون وکړی.
همدارنګه د کاری مسایلو په برخه کی د ولایتونو څخه د خویندو شاعرانو د اړیکو نیول او د ثبتولو مسولیت د زمزمی نیازی څخه ګلالی امرخیلی ته وسپارل شو.
همدارنګه د بهیر په اونیزو غونډو کی د آغلی ساحری شریف په نوښت د مشاعری په برخه کی لنډیو ته د یوی موضوع انتخاب او هغه موضوع د مقاله په بڼه د لیکلو په هکله هم فیصله وشوه چی په راتلونکی غونډه کی د ناوړو رواجونو په هکله د ویل شویو لنډیو موضوع انتخاب شوه.
په غونډه کی دا فیصله هم وشوه چی راتلونکی د بهیر غونډه د سولی په نوم ونومول شی او له خویندو شاعرانو څخه هیله وشوه چی سولی ته په ویل شویو شعرونو د سولی اهمیت او ضرورت په ویلو شعرونو دا غونډه د سولی د اونی په نوم کړی.
د غونډی په دویمه برخه کی لیمی نیازی خپل شعر کره کتنی ته وړاندی کړ، چی د خویندو له خوا ښه و ارزول شو.
د غونډی په دریمه برخه کی مشاعره وشوه چی ګڼ شمیر خویندو خپل شعرونه ولوستل.
ِغونډه د ظفر رادیو د ادبی خپرونو مسول ښاغلی طیب په خبرو پای ته ورسیده.
هغه په خپلو خبرو کی د میرمن کلتوری بهیر له فعالیتونو څخه خوښی وښوده او د غونډی د محتوا ستاینه یی وکړه.
د یاددونی وړ ده چی د تلی د میاشتی راتلونکی غونډه د سولی په نوم شعرونو ته ځانګړی شوی او ورپسی راتلونکی غونډه کی د آغلی لطیفی لالهاندی شعر کره کتنی او ورپسی غونډه کی به د آغلی نعیمی غنی په لنډه کیسه کره کتنه کیږی.