سانګې
د دې خلکو په هجوم کې
آ سپیـن ږیري ته لـږ ځیر شه
آ چې خـړ څادریې تاودی
آ چې زېړ زبېښلی ناست دی
آ چې آس له نظرتېرکړي
هـرې سانګې ته په ځیرشي
بې اختیاره یې خوله ښورې
څه ساړه اسوېلي کاږې
نن دسانګو په میدان کې
دوه ډولونه دې درزېـږې
آ سپین ږېري ته لـږ ځیرشه
په شېـبو کې محوه کېږې
هغه تېـر وخت ورپه یاد شي
چې په سور آس په راسپور و
درۍ نېزې به یې په غېـږکې
د ډولـــونو به دربی و
د لونګۍ شمله په خوله کې
تا به وېلي چې زمری و
په میدان یې رقیب نه و
نه یې آس په تم کېده و
د بخمل واسکټ په غاړه
بس دپـېغـلو به په خوله و
نن د وخت غـشي ویشتلی
اوس له سانګو نه وتلی
مړې مړې اوښکې یې بهـېږې
ټـوله ږیــره یــې لمدېـږې
نه یې آس نه یې ځواني شته
نه یې زور نه یې سیالي شته
د دې خلکو په هجوم کې
اوس د هیچا په یاد نه دی
*******
سید فخرالدین هاشمي
02.10.2011
- محمدالله آرین احمدزی
تورپیکۍ
امرالدین سرحدکوچیان تیر شول له کابلهتور پیکۍ به وینم کلهکوچۍ پیغلي مخکې تلليپه نری غږ یې ویليپښتني خوږي سندريلکه سپیني مرغلريکډي راغلي له ذابلهتور پیکۍ به وینم کلهکډي باردی په اوښانواوږد مزل دی دکوچیانودری څلور واړه جونګیان ديرمه ساتي دری یې سپیان دينه ستړیږي له مزلهتور پیکۍ به وینم کلهپه صورت پښتنه ښکلی...
05.10.2011
- محمدالله آرین احمدزی
شیبه ، کلونه سمه ده چې په ما دې د ځان درنښت نه لوریږي د زړه له تله درنه بښنه غواړم ...خو ښه یې ویلي ”مینه په شیبو کیږي هیرول یې کلونه غواړي“... زه هم چې د دې جملې د لارویانو تر اغیز لاندې یم تر هیرولو دې کیداي شي په څو څو ځله ، آن سل ځله ، آن زر ځله په تیروتنې درته ووایم چې مینه در سره لرم ... خو تر هغې مې بښه چې پوره مې نه یې هیره شوې...*********************صفي الله ستانکزی 2011-10-05...