بلاله
ستا د اذان نوا ده ورکه په ماښام بلاله
اوس روژه ماتی به کوم په کوم امام بلاله
ته وې د مور د زړه دوينو د غو ټېو پرخه
اوس راورېږې مې د زړه په اور مدام بلاله
د اسلام دين او د پښتون په نوم ډ غر ې وهي
اصلي نا مرد دی بېلوي رانه ګلفام بلاله
ستاجدايي کړم سندريزه د نغمو په کوګل
سلګۍ د غم غواړ ي رباب نن داعلام بلاله
نن مې د اوښکو ډيوې داسې غمځپلې شولې
چې هر فريادې کړي فغان دا ستا په نام بلاله
16.08.2011
- محمدالله آرین احمدزی
نوى غزل ډېر پريشان درپسې بېرته راغى طالبه ځان درپسې بېرته راغىله تا خپه و خو شيبه نه کيدهدغه انسان درپسې بېرته راغىعشقه چې ستا سترګې پرې نه ډکيدېهغه باران درپسې بېرته راغىپه ليونتوب يې ارتقا نه کيدهڅيرې ګرېوان درپسې بېرته راغىطالبه تا چې درلوده له ځانههغه ګومان درپسې بېرته راغىطالب منګل...
16.08.2011
- محمدالله آرین احمدزی
ټګ ریبارد رنګونو له بازاره څه دې راوړلراته ووایه له یاره څه دې راوړلد لاس نښه چې جانان درکړه تا څه کړهته هم ټګ شولې ریباره څه دې راوړلنن خو راشه یو څه غوړې کیسې وکړهد ښایسته ؤ له بنډاره څه دې راوړلملنګان په انتظار درته ولاړ ديد شاهانو له درباره څه دې راوړلله مودو وروسته راپیښ شولې نېکملهته چې راغلې په دې لاره څه دې راوړل...