غزل
چې موترمنځه فاصلې شي خانه
په مادغم تيارې تيارې شي خانه
که به مې يوساعت له ياده وځې
زماد زړه مراندې دې پرې شي خانه
څوک چې مومينې ته په بده ګوري
دهغوی سترګې دې ړندې شي خانه
چې دې ولس ته خدمتګارجوړېږې
زما دعا دې درپسې شي خانه
تسکينه ستالورته به هله درشم
چې دپکتيا شولې پخې شي خانه
06.08.2011
- محمدالله آرین احمدزی
غزل
ما چې درته وکتل په سترګو کې
تا هم راته وخندل په سترګوکې
ستا د سترګو کلي کې د مینې ست
ما هم در شروع کړ مزل سترګو ګې
دا چې له شوګیره تکې سرې ښکاري
ما هم لیدلی څه چل سترګو کې...
14.08.2011
- محمدالله آرین احمدزی
ما مه ژړوي
زه یم انسان دغمځپلي ځمکیزما ګناه په څه کېلږڅه زما ومنيلږخپل ضمیرته ځیرشېپه پښومې نشته څپلۍ په سرمې نشته خولۍزه خومظلوم یمزه خویتیم یممادلته مه ځورويمادلته مه ژړويزه یم بی پلاره صغیرکله به زه شم کبیرهیلي رښتني لرم هوس دمینی لرمجوړه کړم ښکلی پګړۍهم خپل ګریوان ته تڼۍزه خو مظلوم یمزه خو یتیم یممادلته مه ځورويمادلته مه ژړويله پاسه ولویدل...