غـزل
تا پلو چې له شـغلو اخــــــیست جانانه
لـمر دې خوند له اننګو اخیست جانانه
بوی دزلفودې دګل حـدونه مات کړل
چې یوتاردې له کمڅو اخیست جانانه
له ګستاخ نـظرګیله مه کړه شــېرینې !
انتـقام مې له وختو اخـــــیست جــانانه
ډېربې زړه ومه چې غـږ درباندې وکړم
ژوند مې ستا له بیا کتواخیست جـــانانه
تـغــــافل دې زما مینه کـــــــمه نـــــکړه
اور مې څنګه له ایرو اخیست جـــــانانه
زه د زاڼــو ســــــېل ته ځــــکه فکریوړم
د بېلتون داغ یې په تلو اخــــــیست جانانه
چې به ستا دبنګړوشرنګ ترجومات راغی
شېــــــخ به لاس له مســلو اخیست جانانه
سید فخرالدین هاشمي
کابل