ارمان 
ستا به په ياد يم او که نه جانانه
زما د سترګو نه خوناب درومي
زما په مخ د اوښکو رود روان دی
زما د زړۀ هر ډب هم تا غواړي
ستا د پستو شونډو مسکا غواړي
ستا د هجران په بند کې
شپې شوګيرې تېروم
لږه ښکاره شه چې ديدن دې وکړم
کنه! ماشوم زړه به مې وچوي ګوره
بيا به ارمان زما د سترګو کوې
چې کله پټې شي او ګرد پرې کښېني