دميرمن كلتوري ـ ټولنيزبهيرد پنځه څلويښتمې غونډې رپوټ
لیکواله: نعیمه غني
د۱۳۹۰ کال شنبې په ورځ د سرطان په ۴نېټه د پوهنې وزارت په کتابتون کې د میرمن کلتوري - ټولنیز بهير غونډه جوړه شوه.
د غونډې ویندويي اغلې زمزمې او د غونډې مشري اغلې نسرین کوله او همدا رنګه د وردګو او میدان ولایت له یوه کلي څخه راغلې میلمنه اغلې موسکا ساحل او دپښتونخوا له پلازمینې پیښور څخه راغلې د میرمن بهیر غړې آغلې لینا فدا د ننۍ غونډې میلمنې وې.
د غونډې په لومړۍ برخه کې د اغلې موسکا ساحل په شعر کره کتنه وشوه:
نغمې مې جوړې کړې دي رباب دى راسره
د ستورو د خالونونه نه شباب دى راسره
سندرې مې د مينې جوړې کړې رنګ په رنګ دي
د ښکلو غزلونو يو کتاب دى راسره
د ښکلې زندګي ټولې شيبې مې دي شمارلې
د ژوند د هرې شپې ورځې حساب دى راسره
د خولې نه به مې بيا ستړي آهونه راوريږى
ګوګل کې مې مين زړګۍ کباب دى راسره
د غم د سمندر نه راوتلې يم ساحل ته
ځليږي خوشالي لکه ثراب دى راسره
د زلفو ښاماران مې په تندي باندې پراته دي
شينکى خال مې د وروځو په محراب دى راسره
د ژوند مازديګري دي په رنګونو کې تيريږي
جوړ کړی ښکلی رنګ د زيړ آفتاب دى راسره
د مېنې په درياب باندې لاهو وي سر ګردانه
زړګی زما نازک لکه حباب دى راسره
د سترګو دبڼو لاندې کتل مې عادت ندي
دا ځکه هغه ستا کړى جواب دى راسره
بيړۍ د محبت مې لاهو کړې په درياب کې
روان د محبت بهاند درياب دى راسره
موسکا چې نن راغلې يم د مينې ميخانې ته
جامونو کې د سرو شونډو شراب دى راسره
د موسکا ساحل د پورتني شعر د هربیت په اړه خبرې وشوې په ټوله کې د بهیر غړو شعر خوښ کړ او موسکا ساحل خور ته یې دنورو بریاوو هیله وکړه چې له ښار خخه په لیرې کلي کې په زړه پورې ادبي هستونې لري.
په غونډه کې د افغان کلتوري ټولنو د جرګې د دارالانشآ او مشرتابه هیات غړیتوب ته د میرمن بهیر دغه غړې هره یوه ساهره شریف، محموده تقوا، تورپیکۍ مومند او سوله نیازۍ ور وپیژندل سوې.
همدا رنګه د غونډې په وروستۍ برخه کې یوه په زړه پورې مشاعره وشوه چې اتلسو خویندو خپل شعرونه په کې وویل او همدا رنګه د تیلیفون په لیکه له بیلا بیلو ولایتونو څخه ګڼو شاعرانو خویندو خپل شعرونه وویل .
په غونډه کې د نعیمې غني نوی چاپ شوی کتاب( اتل به ستوري راوړي) په نامه چې دمصور بنسټ له خوا چاپ شوی و د بهیر په غړو وویشل شو.
په غونډه کې وپتییل شوه چې په راتلونکې غونډه کې د لینا فدا په شعر کره کتنه وشي.
یاده غونډه له غرمې وروسته په ۲ پیل او په څلورو بجو پای ته ورسېده