نوې فرهنګي بريا !

په ټولنه کې انسانان دوه ډوله ژوند کوي يو ډول يې داسې وي چې يوازې دخپل ځان او کورنۍ دپاره يې مټې رانغښتې وي شپه او ورځ په دې فکر کې وي چې خپل ځان او کورنۍ دژوند سطحه لوړه کړي اوپه دې لاره کې پرمختګ وکړي .             

دوهم ډول انسانان بيا هغه وي چې دخپل ځان او کورنۍ ترڅنګ غواړي چې دخپل قيمتي ژوند لحظې دهغه چادښېرازۍ لپاره هغه لاروی چې کومې ښې اړيکې يې ترمنځ نه وي يوازې انساني خواخوږي او ايماني مسوليت له مخې هغوئ ته دلاس غزونه خپل فرض وبولي . زما په اند لومړۍ ډول خلک ژوند کوي خو ددوئ ژوند ډېرې نېمګړتيا وې لري ځکه چې دوئ دژوند موخې په سمه توګه نه دي درک کړي .                                                                                                   

داصل اوبشپړ ژوند څخه برخمن هغه خلک وي چې چې دوئ دخپل ځان اوکورنۍ ترڅنګ دنورو انسانانو په مرستې ،خواخوږۍ اوښېرازۍ کې هم دمسوليت احساس کوي او دهغوی دپورته موضوعاتو لپاره هلې ځلې کوي په دغه ډله کې شاعر هغه شخصيت وي چې ددغه بهيرپه لومړي کتارکې ځای لري شاعر دهغه سپيڅلي احساس خاوند دی چې تل يې دخپل ولس په درد اوغم اوښکې تويې کړي. درديدل اود هرډول ګواښونو سره سره يې بيا هم دهغوی دفریاد اواز پورته کړی دی شاعر دولس دضمير اواز دی دهغوی داحساساتوژباړن اود واقعيتونو ښکارندوی بلل کيږي . يوهم چې دپورته سپيڅلو ځانګړتياوو څخه برخمن شاعر دی هغه سيد احمد شيرزی نوميږي.                                                                                    

څوک چې تاند، هڅاند اوخوځنده احساس لري او ددغه مسلمانې ټولنې دهر فرد غم او درد دځان بولي غم شريکي ورسره کوي اودهغوی دزړه اواز په لاندې ډول پورته کوي .                                                                                                   

چې ما ورسره کړې ډېره مينه همېشه

په خدای ج چې رانه خوري دزړګي وينه همېشه

 

ټول سترګې پټووپه ستمونودکافر

په هرکلي کې کيږي يوه مړينه همېشه

« « «

دشيرزي صيب پورته غزل څرګندوي چې هغه دخپلو خلکو درد اوغم څومره ځوروي اوپه دې اړوند دظلم ،بربريت او وحشت پرخلاف اواز پورته کوي هغه له مسوليت نه ډک په اوږو دروند کاربولي کوم چې ديوه بااحساسه ځوان څخه يې هيله کوي .

شېرزی صيب که څه هم په خټه تاجک دی مګرديوملي افغان په څېر دملي ګرايي لپاره هڅه کوي په هېواد کې دټولو ملتونو قومونو سره ځانګړې مينه لري .        

دهريوه ستاينه کوی اوټول افغانان يووالي ،مينې ،ورورګلوۍ اويو موټي توب ته رابولي چې په لاندې بيتونوکې دپښتون قوم ستاينه يوه ښه بېلګه ده .  

            

دالراوبرپښتانه څنګه ښکاري

هرمازديګرپښتانه څنګه ښکاري

 

له سره تېر دي غلامي نه مني

ناست په سنګرپښتانه څنګه ښکاري

 

په دين مذهب باندې ولاړدي که نه

ستاپه نطر پښتانه څنګه ښکاري

 

چې خپل دوستان ، دوښمنان ښه پېژني

دامخورپښتانه څنګه ښکاري

 

شېرزی صيب دهغه څه په وړاندې قلمي بغاوت کوي چې خپلواکۍ ته زيان رسوي اوياهم دخپل سريو له مخې ازادي ترپوښتنې لاندې راولي لکه چې خپله وايی .     

 

دشاهين په څېريې دا دی اشيانه شوه

زما زړه ځکه دمينې خزانه شوه

 

بېګانه بېګانه خلک دلته راغلل

خپله سيمه راته څنګه بېګانه شوه

 

دامهال يو نوع بحث فرهنګي يون په ډګرکې په دې روان دي چې شعر په شعار بدل شوی اوشعارهغه څه وي چې لنډ مهاله وي ژردمنځه ځي که موږ غواړوچې شعرموتل ژوندی پاتې شي نوشعر موبايد دشعاربڼه غوره نه کړي  زه ددې خبرې سره ترډېره بريده موافق نه يم چې زما سپارښتنه شاعرته همدا ده چې دلنډ وخت شاعري دې نه کوي . په بله مانا داسې شاعري دې نه کوي چې لنډ وخت لپاره وي  وروسته زړه شي او له کاره ووځي .                                                         

 

 

 

مګرکله کله داړتيا همدارنګه ايماني مسوليت له مخې شاعر دې ته اړ کيږي چې شعار دوه ډوله شاعري وکړي څه چې دوخت غوښتنې برابره ديوه پيغام لېږد ته بشپړه اړتيا وي.                                                                                

زماپع اند شعرپه هنري بڼه دپيغام لېږدته وايي اويا داچې دهنرپه جامه کې دپيغام نغښتل اوتراړونده ځايه رسولوته شعروايي .                                            

هرکله چې دشعرهنريت له منځه لاړشي پيغام شنډ پاتې کيږي او اورېدل يې ستوغ اوسختيږي له همدې امله بيا داغېزې ځواک هم کمښت کوي ورسره يوځای د دماغي تخريش لامل ګرځي چې پايله يې دمقابل لوري له غبرګونونو څخه خالي نه وي . مګرځيني مهال چې دژوند کېښتۍ دتوپان دهلاکوونکوڅپو سره مخ شي  اودټولنيزو استکباري فساد دچينجي په هډونو دخوړلو پيل وکړي نود هنريت چوکاټ جوړېدوته وخت ځای نه ورکوي يوازې دپيغام لېږد کولای شي دفرض نه په ګټې اخېستنې سره دتوپان څپو مخ ته ودريږي په دې ځای کې هنريت لټول دفرضو پرځای مستحبوته ترجېع ورکول دي . اوياهم په جنګ کې دهيلو دوېستلو مانا لري . ځکه چې دلته دژوند مسله مطرح ده له هنريت څخه دژوند ژغورنې او برخليک ټاکنې هوډ اوپرېکړه ارزښتمنه ده دلته دهنريت پلټنه خپله هنر نه دی . لکه په لاندې بيتونو کې خپله شېرزی صيب وايي :                                                       

 

 

لرې چې پردي نه شي دا جنګ کرارېدی نه شي

پوی چې پرې کرزی نه شي داجنګ کرارېدی نه شي

 

نن شيرزي ته ياردسترګو جنګ کې داسې وويل

غوڅ چې دې زړګی نه شي داجنګ کرارېدی نه شي

 

ښاغلی شېرزی صيب په خپل کتاب کې مينه هم ستايي اود ژوند دوهم نوم يې بولي هغه بې مينې ژوند پېکه ګڼي هغه چې ژوند ته رنګ ورکوي خوښي وربښي غمونه لرې کوي او انسان دخپل ژوند په خوږو پوهوي . مينه بولي لکه چې وايي :         

زاردې شم ستامينه منم ووايه

څوسوې ټپې خودغم ووايه

نيمه شپه کې ستا غېږ ته راغلی يم

ګله ماته ځکه شبنم ووايه

اوس پکې ساتم دمحبت نغمې

زړه ته مې رباب د ادم ووايه

که په ريښتوني ډول ښاغلي شېرزي صيب شاعرۍ ته پام وشي نود هغه شاعري له يوه ځانګړي احساسه ډکه ده نوموړی دهغه څه يادونه کوي چې دافغانانو هيله وي دافغانانو زړه غوښتنه وي او همدا قوم يې دسمون لپاره سترګې په لاره دی داچې دهغه مورنۍ ژبه هم پښتو نه ده مګرپه پښتو روانه ژبه ګلالۍ شاعري کوي دا کار ځانته يوه وړتيا اوخواري غواړي چې په شېرزي صيب پاک خدای ج دا لورينه کړې ده .                                       

سره ددې چې هغه مګر دهغې د وړتيا اوښه والي په پرتله ديادولو وړ نه دی.        

زه دزړه له تله ښاغلي شيرزي صيب ته ددغه نوي نوښت اود کتاب دچاپ مبارکي وايماودخپل ولس دپاره يې په فرهنګي ډګرکې يوښه پرمختګ بولم نوموړي ته دلا غښتلتيا اودفرهنګي هڅودبريا هيله کوم .                                                       

په ټوله پښتنه مينه دوکتور عبدالهادي (حماس) – د ډاکترانو دخپلواکې ټولنې مشر