راپورونه ښایي چی د استرالیا څخه ستانه شوي ویتنامي کډوال بیا هڅه کوي چی استرالیا او نیوزیلنډ هیوادونو ته یو وار بیا مهاجر شي.

اندونیزیایي چارواکي وایي تېره اوونۍ ۳ ویتنامي کورنۍ له ویتنام څخه دغه هیواد ته راتښتېدلي.

دغه ۳ کورنۍ په ۲۰۱۵ کال کی استرالیا ته مهاجرې شوې وې چی بیا دغه هیواد یې پناه غوښتنې قبولې نه کړې او د ۴۶ نورو ویتنامي پناه غوښتونکو سره یوځای د ویتنام هیواد ته وسپارل.

د دوی په وینا وروسته تر سپارل کیدو ویتنامي چارواکو دوی د غیرقانوني مهاجرت په جرم بندیان کړي، وهلي ټکولي او ډیر بد چلند یې ورسره کړې.

اوس دغه کورنۍ په دی هیله دي چی د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره به دوی سره مرسته وکړي تر څو په استرالیا او یا هم کوم بل هیواد کی میشت شي.

د استرالیا حکومت په تېرو دوو کلنو کی ۱۱۳ ویتنامي پناه غوښتونکي له دغه هیواده شړلي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو کمشنري د استرالیا په دغه پالیسۍ تل نیوکه کوي او وایي چی د کډوالو ستنول بیرته هغه هیواد ته چی ښایي هلته محاکمه شي د کډوالو د خوندي ساتنې نړیوالو حقوقو سره په ټکر کی دي.