غزل

اوس یې هغه خوندونه نشته دی ،خندا نه کوي
اوس چې ما وویني غصه شي ،ناز ادا نه کوي
مادرته نه وېل بیا به ژاړې، خو تا نه منله
ښکلي د ډمو خوي کوي اړو وفا نه کوي
لکه مرۍ باندې چې څوک دواړه لاسونه زور کړي
زړه مې دا ستا له درده غلی شي درزا نه کوي
زیړ مازدیګر دې راته وویل ځوانیمرګ شې ګله
زیړ مازدیګر کې څوک په چا پسې ښیرا نه کوي
دا چې د ژوند په هره لاره کې ټکرې خورمه
دا مې جوړ مور راته له زړه نه اوس دعا نه کوي
هغه چې ته پرې له خپل ځانه او ایمانه ګران وې
سروده! اوس دې هغه کس ولې پروا نه کوي