غزل

بيرته راستون نه شوم د ځان ، تپوس مې هم ونه کړ

 يواځې پرېښودم جانان ، تپوس مې هم ونه کړ

 زما په زړه کې يې خو ستا په زړه څنګه يمه

 له تانه دغه يو اسان ، تپوس مې هم ونه کړ

 زه له کالونو ورسته راغلمه چې څنګه به وې

 خو تا راوکتل حيران ، تپوس مې هم ونه کړ

 په دې خاطر چې ته به هم راپسې وکړيږې

 د خپلو اوښکو د باران ، تپوس مې هم ونه کړ

 نن مې ته بيا ولېدې بيا دې راته بيا وويل

 ولې يې داسې پرېشان ، تپوس مې هم ونه کړ

 لکه طالبه په ورستي رخصت کې تللي اوښکې

 غمر مې داسې و روان ، تپوس مې هم ونه کړ

طالب منګل