غزل

محمدالله ارین احمدزی

لویه فلسفه دې ده په سترګو کې

څومره تلوسه دې ده په سترګو کې

زه خو پکې وینمه یو لوی داستان

ښه لویه کیسه دې ده په سترګو کې

ماته ترې د نوي سپرلي بوی راځي

لویه حماسه دې ده په سترګو کې

ستا دا ګلابي غوټي غوټۍ شونډې

ټوله میخانه دې ده په سترګو کې

غلي غلي ګوري له سالو څخه

بیا کومه کانه دې ده په سترګو کې

هسې ارین ړوند چې شو په تا پسې

مینه پښتنه دې ده په سترګو کې