غزل
نن مې هسې له دنیا نه زړه تور شوی
یاره هسې مې له چانه زړه تور شوی
دا چې هسې په تور تم کې یم خوشاله
د سپوږمۍ له دې رڼا مې زړه تور شوی
ټولې مینې بازاري شوې کلیوال یم
د دې ښار له ناز ادا مې زړه تور شوی
دلته مینه ده لوی جرم ستا په چم کې
له مجنون او هم لیلی مې زړه تور شوی
چې یې پاکه مینه نه وي زده ارینه
له دې شیخه او ملا مې زړه تور شوی
03.03.2011
- محمدالله آرین احمدزی
نظم
په څادر کې مو راټولې کړ...
05.03.2011
- محمدالله آرین احمدزی
غزلدعاګانې مې په لپه کې ذرې شوېنه مې سترګې له دريابه راستانې شوېرڼاګانې يې په لپو،لپو څښليچې په مخ کې يې مچکې تکې سرې شېلوپته کې يې رنګونه دي شليدليزما سترګې چې راپرېوتې ايرې شوېبې اروا مې تخيل درپسې تللىپه کې لوڅې د غزلو هدېرې شوېچې نغمې بې عبادته شوې په تار کېرا ايسارې د سندرو زمانې شوېيو طالب چې سجده کېښوده په ځمکهنو ليمې يې په شرابو کې ل...