شنه شنه ستوري
محمدالله ارین احمدزی
ستا په مینه کې له ځانه پردی شوی
د ځان بولم د اسمان دا شنه شنه ستوري
کله سر یې په شمیرلو شمه هسې
کله ورکړمه سپوږمۍ ته پيغورونه
ستا د مخ صفت کومه بس لګیا شم
زما یاد شي ماشوم، کوڅې د کلي
تا به ویل چې نن به کومه لوبو کاندو
ما به ویل چې پلار مې شور کړي مستي نه کړم
ته به غلې شوې روانه زړه نیولې
اوس د کلي ظلم ګورې چې دوی څه کړي
لګوي په تش دیدن چې پابندي دوی
تاته وايي کورنه ونه وزې یې غټه
ما ته وايي چې کوڅه ولې ګرځې
هسې نه څوک په تاشک د څه شي وکړي
بیا به کلي کې ټول خلک په تا خاندي
حیران کړی د دې کلي سخت دستور یم
له دې کلي نه مې کرکه شي اوس ډيره
دوی کوي شیطانتونه چغلیانې
زما او ستا په پاکه مینه دوی شکي شول
زما، ستا منځ کې اوس لوی لوی دیوالونه
بس دې کلي کې د مینې باران وکړې
او د مینې پنځونکې لویه خدایه
چې په کلي د مینې شورو او ځوګ شي
ای د مینې پنځونکې لویه خدایه
یو د مینې باران وکړې زموږ په کلي
چې شو خلاص له شیطاني او ورور وژنې
ټول په یو ځای کې میشته په خوشالي شو
هرځای مینه وي ټول ژوند شي مینه مینه