غزل
بشرمل نا صر
زه د پا كې خا ورې يم ا فغا ن يمه ما مــه وژنى
وايم كلمــه سم مسلمـــا ن يمـــه ما مــــه وژنى
زړه كې مې د ميني څــراغونـــه بل سا تلي دي
وه خلكوده هرسړي جا نا ن يمه ما مــه وژنى
چا پسي توپك اخلۍ اوچا ته يې شپېلۍ نيسۍ
نــه يم هغـــه كا ڼى يو ا نسا ن يمه ما مه وژنى
بېرته به كفن راوړې ،شريك به جنا زه كې يې
پټ د يو ښكلا غوند ي ارما ن يمه ما مه وژنى
څو به په سنګـــر كې ودښمن تــه سلامي كـوو
حق وايم پـــه لاره دقـر ا ن يمـــه ما مه وژنى
دواړه ،يو وجود وو سره بېل شو د بل چا په لاس
ستا د ارزوګا نـــو ترجمــا ن يمـــه ما مـــه وژنى
دې وطن كې ويني او سكروټې بې حسا به دي
زه د سـولې ږغ يم درروا ن يمـــه ما مــه وژنى
زه بشرمل غواړمه چې جنګ ورك شي له دې وطن
څراغ د سولې اخلــم، قهرما ن يمه ما مــــه وژنى
كلات
29.01.2011
- محمدالله آرین احمدزی
راليږونکی : محمدجاويدکمال څلورشپېته غاښونه - ټوکه ددووکسانوترمنځ پريوه موضوع دنظراختلاف رامنځ ته سو . پدې دووکسوکي يوکس په بدن ښه غټ اوتکړه، خومنطق يې بياخوراخواراودلاېل يې پڅ وه . نويې ځکه ډېر ژرخبرو اتروته دپای ټکی کښېښود .اوخپل مقابل لوري ته يې وويل : خوله دي وتړه ! په بل صورت کي به په يوه سوک ٦٤ سره غاښونه درڅخه راوباسم . دريم ګړي کس پرراږغ کړل ويل زوره وره ! دانسان ټوله غاښونه ٣٢ وي . سړي ورته وويل : زه پوهېدم چي ته خپل ترټغرپښه رااوږدو...
01.02.2011
- محمدالله آرین احمدزی
زه افغان يمزه هيڅکله چــا خپـل کــــــړئ پـه زور نه يمزه افغان يم په مرګ خوښ په پيغور،نه يملــه ازلــه خــــداي ازاد يم پيداکړئزيږولې دزلت په ورځ مور نه يمزه دجنګ په اورکې سوئ لوغړن يمخو په زورکې يم غښتلئ ،کمزور نه يمدوطن په لارکې مرګ ته لبيک وايمپه دې لاره کې زه کم له منصور نه يمدنړۍ پهلوانان په غيږه راشيوارپه وار يي څملوم ،لا نسکور نه يمزه دزغم په ورځ پيدا يم فري...