غزل


تخيل په رنګينيـو کې پناه شوې له ما
په غزليزو تنهاييـو کې پناه شوې له ما

دفلسفو ټول کتابونه دې په سترګـو کې وو
د دغه ښار په ليـونيو کې پناه شوې له ما

دستا څيره که له ګلـونو سره پېغله نه شوه
خو وړاندې لاړې په سپرليــوکې پناه شوې له ما

په لوپټـه دې څاڅکي وشيندل راودې کتل
دومره مې ولېدې سلګيـو کې پناه شوې له ما

طالبـه! ماسره دې ډېره ګوزاره وکړلـه
د خپل وجود په اسويليـو کې پنا شوې له ما

طالب منګل