د طالب منګل شاعري له نوښتونو ډکه شاعري

د محمدالله ارین احمدزي لیکنه

په پښتو ادب کې د نثر په پرتله د شعر او شاعري کچه بیخي زیاته ده او تر نثر یې په پښتو ادب کې موندل شوې تاریخي بیلګې هم زیاتې دي له دې سره سره چې د پښتو شعر څرکونه له  لرغونې دورې بیا تر منځنۍ او معاصرې دورې پورې شته دي خو د پښتو شعر هغه مهال نوی خوند او رنګ واخیست چې خوشال بابا پکې ځينې نوي رنګونه او سبکونه ځای کړل. د خوشال خان مکتب تر ډيره وپالل شو، خوشال خان نه یوازې غزلې و ویلې بلکه قصیدې، څلوریزې، نظمونه........... او د شعر په هر سبک کې شعرونه وویل چې وروسته وروسته د ده شاعري د ده د کورنۍ له لوري په یوه ځانګړي مکتب بدله شوه او ډيرو تر ډيره دا مکتب وپاله او لا یې هم پالي. زموږ په ګران هیواد افغانستان کې هم شاعري، شعرونه او شاعران داسې پاتې شوي چې ډير وخت پرې حالاتو ژور اغیز ښیندلی دی او د وخت اړتیا ته یې هم ځينې شعرونه ویلي دي. د شعر دا لړۍ په تیره یوه لسیزه کې دومره زوروه شوه چې په هر ولایت او حتی هرکلي کې ډير شاعران را وټوکیدل چې په ډيرو یې په ډيرو ځایونو کې شمار کولای شو خو د دوی په شاعري یو ډول ازاداي او نوښت لیدل کیږي د دې لپاره چې موضوع راڅخه اوږده نه شي  راځم طالب منګل او د طالب منګل له نوښتونو څخه ډکې شاعري ته:

طالب منګل چې په خټه منګل دی او د خوست ولایت دی ی او ډير لږ وخت به کیږي چې د شعر او شاعري ډګر ته یې را دانګلي دي خو په دې ډير لږ وخت کې یې ډير لوی نوم ګټلی دی او شاعري یې له یوې ورځې بلې ته خوندروه او له نوښتونو څخه ډکیږي ډيری یاران له ده سره له دې امله د ده شاعري نه مني او ورته وايي چې شاعري دې ډيره پيچلې ده ماته پيچې نه ښکاري او یارانو ته ځکه پيچلې ښکاري چې پکې نوي شاعرانه توکي زیات دي او د ډيرو چې مطالعه کمه وي نو په دې نوښتونو یې ژر سر نه خلاصیږي او بس فیصله یې دا وي چې د منګل شاعري ډيره پيچلې ده ، د ده په شاعري کې د نوښت یو لامل هم زما په اند له شعر او شاعري سره د ښاغلي طالب منګل بې سارې مینه او سپيڅلتیا یادولای شو ځکه که وکتل شي د ده شعر کې  هغه که نظم وي، غزل وي او یا هم سپين شعر چې ورته وکتل شي پکې له شعر سره د شاعر ځانګړې مینه او سپيڅلتیا له ورایه ښکاري، چې دا مینه دی نوښت او د ده د شعرونو د لا ځواکمنتیا ښودنه کولای شي چې زه به یې دلته یوه بیلګه راوړم چې وايي:

غزل

چې ساګانې پـــــــه اورونو کې ولاړې

د خدایانو پــــــــــه روحونو کې ولاړې

چې د وينو دارې نــــــه شلېدې په ګوتو

وې تنکۍ چـــاړې زخمونو کې ولاړې

په مدهوش نظر يې پرېوتم پــــه ځمکه

د چـــا سترګې مـــاښامونو کې ولاړې

د قبول توري ذرې،ذرې خدای مه کړه

دعاګانې پـــه لاســـــــــونو کې ولاړې

دنغمو پـــه جــــوش کې پريوتل تارونه

چې سندرې پــــه ســـازونو کې ولاړې

سپينې غـــــــــاړې منارې د سپينو پېغلو

يه طالــــــــــــبه! رواجونو کې ولاړې

دلته کیدی شي د طالب منګل شاعري او شاعران لیدلوری په څو برخو و ویشو ځکه شاعر زما په خیال، په سیاسي، فرهنګي، ټولینز ... برخو کې ماته له ټولنې څخه ډير متاثر ښکاري.

د شاعر په شعرونو کې  سیاسي لیدلوری:

چې ساګانې پـــــــه اورونو کې ولاړې

د خدایانو پــــــــــه روحونو کې ولاړې

چې د وينو دارې نــــــه شلېدې په ګوتو

وې تنکۍ چـــاړې زخمونو کې ولاړې

د شاعر سیاسي لوری او سیاسي لرلید دومره قوي او په هیواد کې د روانو ناخوالو تر اغیز لاندې راغلی دی چې د ده شاعري ته یې بیخي نوی رنګ ورکړی دی او ده ورته بیخي نوې جوړونې کړي دي او بیا یې په داسې یوه ژبه د وزن او قافیې په قید کې را وستلي دي چې ډير ځله لوستونکو ډير لرې له ځانه سره بیايي هرڅوک ورته د خپل ژوند، اند او تجربو په آینه کې کتلی شي. د بیلګې په ډول د شاعر په دې غزل کې کیدی شي  یو سپين ږیری څو لسیزې وړاندې خپله شا او خوا وګوري خو ځوانان بیا کیدی شي پکې دا د تیرو څو کلونو ناخوالې وګوري چې لیدلوری بیا د وخت په تیریدو سره بیل بیل وي. او نوی نسل بیا پکې د دوی له ژوند سره سم اغیزې کتلای شي.

د شاعر په شاعري کې فرهنګي لیدلوری:

دلته د شاعر طالب منګل فرهنګي لیدلوری هم تر ډیره خپل فرهنګ ته ډير ژمن ښکاري او په دې شعر کې یې هم له شاعري سره بې سارې مینه ښکاري او د ده له شاعري داسې ښکاري چې د مخکې خبرې په تایید له شاعري سره بې سارې مینې دی دومره ژورې او زوروې شاعري ته اړویستلی دی لکه چې وایيي:

ای د باغي غـــــــــزل معصومې قفيې!

لږ د تسکين مـــــــــــــــړوندر اوغځوه

دلته راځم د ده په شاعري فرهنګي اغیزې ته چې د ده په شاعري باندې افغاني او بیا په تیره پښتني فرهنګ څومره اغیز ښیندلی دی ځکه د ده په شاعري د پښتني فرهنګ اغیز بیخي ډير لیدل کیدی شي او پکې ډير داسې څرکونه شته دي چې هر پښتون ته د خپلې ټولنې ځينې فرهنګي او ټولنیزې کړنې سترګو ته دروي ځکه دی په خپله وايي چې:

غزل

د خلکو لاره وه يواځې نه وه

جېنۍ هښياره وه يواځې نه وه

يوه څيره وه سمه نه ښکاريده

ټوټې هنداره وه يواځې نه وه

دکاېناتو زمانې سندره

د وينو داره وه يواځې نه وه

بېګا به زه په خپل وجود کې نه وم

شپه مې قراره وه يواځې نه وه

مرګه له ماسره په هوش کې نه وې

سا مې تياره وه يواځې نه وه

ياره چې ستا غږ يې نشه _ نشه کړ

ټپه خماره وه يواځې نه وه

چې ستا طالب خوږلنې سترګې راغی

رڼا بېماره وه يواځې نه وه

زه یې په دې غزل لږ څه مکث کوم او ځينې خبرې چې پکې دي کوم یې راځم د غزل لومړیو دوه بیتونو ته چې وايي:

د خلکو لاره وه يواځې نه وه

جېنۍ اوهښياره وه يواځې نه وه

د خلکو لاره او بیا په داسې ځای کې د خپلې مینې لیدل یوې خواته که مین زړه ته څه ناڅه ارام وربخښی خو بل لوري ته بیا مین زړګی دې ته اړباسي چې له ټولنیز دود سره سم دومره ورته غلی او د سترګو له کونجونو وګوري چې څوک پرې شک ونه کړي. او بیا زمونږ په ټولنه کې تل پیغلوټې نجونې هیڅ چیرې یوازې نه شي تللی کیدی شي ورور، وړه خور او یا یې د کورنۍ بل کوم غړی ورسره وي.

په دې  غزل کې ښکلي ادبي او شاعرانه جوړښتونه:

د خلکو لاره.

جېنۍ هوښياره.

ټوټې هنداره.

خوږلنې سترګې.

رڼا بېماره.

دا ټولې هغه شاعرانه کلیمې دي چې وړاندې یې څرکونه ډير کم لیدل کیږي او که وي هم ریښتیا و وایم ما تر دې دمه د کوم شاعر په شاعري کې نه دي لیدلي که وي هم د هر شاعر د کلمو د کارونې انداز نو بیخي بیل او ځانګړی دی. او یا یې هم کیدی شي په لاندې غزل کې ډير داسې ښکلي ادبي او شاعرانه جوړښتونه تر سترګو شي چې هیڅوک یې اټکل هم نه شي کولای چې وايي:

غزل

سپوږمۍ دا سپين مــــــړوند راوغځوه

د خوب زرين مــــــــــــړوند راوغځوه

دا د وصال په نــــــــــــــــه قراره شيبه

نشته يقين مــــــــــــــــــړوند راوغځوه

دعا دې وکړله پـــــــــــــــــه سپينو لپو

پاتې امين مـــــــــــــــــــړوند راوغځوه

ژونده!له تاسره څــــــــــــه پاتې نه دي

يو اخيرين مـــــــــــــــــړوندر اوغځوه

ای د باغي غـــــــــزل معصومې قفيې!

لږ د تسکين مـــــــــــــــړوندر اوغځوه

طالبه ټس لـــــــــــــــــــــه پتسو وباسه

خلاص دی خورجين مړوند راوغځوه

دلته هم ځينې نوي ادبي او شاعرانه جوړښتونه لاندې دي:

د سپوږمۍ سپين مړوند.

د خوب زرین مړودند.

د وصال نا قراره شپه.

په سپينو لپو دعا.

د باغي غزل معصومه قافیه.

د تسکین مړوند.

ټس له پتاسو ویستل.

خلاص خورجین.

دلته ډيرې کلیمې مخکې هم شاعرانه وې چې نورو شاعرانو هم وړاندې کارولي دي ولې ځينې نوې کلیمې هم پکې شته دي چې د پاسنیو هغو څخه یې دلته په لنډه توګه را جلا کولای شم:

د تسکین مړوند.

ټس له پتاسو ویستل.( بیخي نوې شاعرانه شوې او ډير ښکلی کلیوال شاعران او طنزي انځور چې ډير خندولی او ډير ژړولی شي ځکه د کارولو ځای او انداز یې بیل دی.)

خلاص خورجین.( دا هم نوې شاعرانه شوې.)

په سپينو لپو دعا.( دلته سپينې لیچې ډيرې کارول شوي خو طالب منګل بیا سپينې لپې بیخي نوې کارولي دي.)

د خوب زرین مړودند.

د ده په شاعري کې طنزي توکي او ځينې ظریف طنزي کلمات:

په عین حال کې له دې سره سره چې ده ډير نوي شاعرانه کلمات په خپله پښتو ژبه لورولي دي په شعر کې یې طنزي بیلګې هم بیخي یو کلیوال او طنزي شکل لري چې دلته به زه د ده د ځينو غزلو ځينې بیتونه د بیلګې په ډول راوړم چې وايي:

طالبه ټس لـــــــــــــــــــــه پتسو وباسه

خلاص دی خورجين مړوند راوغځوه

او یا هم داچې وايي:

د خلکو لاره وه يواځې نه وه

جېنۍ اوهښياره وه يواځې نه وه

او یا هم داچې وايي:

ژبه مې په خوله کې اوبو ډوبه کړه

سپینه یې خـــولګۍ ولاړه پېغله ده

او یا هم داچې:

دا خولکۍ څومره پسته ده

په زبښلو یې خــړپ وکړ

دلته بیا هم کیدی شي د ټولنې او یا هم د خلکو له ډاره د مین او یا مینې یو ځانګړی طنزي انځور وي چې زړه یې غواړي یو له بل سره خبرې وکړي خو یا د ټولنې او یا هم جینۍ د خپلې کورنۍ له ډاره دې ته غاړه نه ږدي چې له خپل مین سره وګوري.

د شاعر شاعري که له هر لوري وڅيړل شي پکې هرڅوک د څپل اند سره سم پکې ډير څه موندلی شي په دې هیله چې د دې شاعر شاعري همداسې له نوښتونو ډکه وي او تل د ژوند په ټولو برخو کې بریالی وي خپله لیکنه د ده په دې څو بیتونو را نغاړم چې وايي:

سپوږمۍ دا سپين مــــــړوند راوغځوه

د خوب زرين مــــــــــــړوند راوغځوه

دا د وصال په نــــــــــــــــه قراره شيبه

نشته يقين مــــــــــــــــــړوند راوغځوه

پای