غزل

زه په رنځ د مینې ګوری چې رنځور یم

هم د مینې په مذهب هم  په دستوریم

ما ته کله چې را یاد د چا شین خال شي

بیا مې هسې حال خراب وي او بې سوریم

دا پښتون غرور مې هسې مینه مات کړي

ان الحق نارې وهم سم دم منصوریم

که هرڅو ناصح تبلیغ او نصیحت کړي

زه په غم کې د شین خال او چارګل سور یم

دا چې څوک یې ما تولی کله نه شي

زه د هغه میرویس خان ،خوشال غرور یم

دا ارین چې هیڅ پروا د هیڅ چا نکړي

د یارانو منځ کې ناست سر په سرور یم