غم دې همدومـــــــــره ښــه دی ډېر دې نه شي 
رادې شي تیر دې شي او هیــــــــر دې نه شي


دوی خو ساده دي د ستم پــــــــــــــــه کار کې
ښکلي زمـــــــــــــوږ د کلي شمیر دې نه شي


لږ یې پــــــــــــــــــــه ورو ښکلوه! هغې وویل
زما دا ســــــــــــــــــــــــره اننګي تیر دې نه شي


موږه پــــــــــــــــــــــــــه زړونو زغرې نه لرو نن
کاجل له سترګو نـــــــــــــــه چاپیر دې نه شي


طالبه یار پسې یو څــــــــــــــــــــــــــــوک ولیږه
عمر لـــه اوښکو ســـــــــــــــــــره تیر دې نه شي

طالب منګل