دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دمحترمو غړو دپاملرنې وړ

 ولو   ته سلامونه او نیکې هیلې !

    دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د راتلونکې شنبې ورځې په غونډه کې دمیرمن بهیر دغړې لیکوالې او شاعرې  سیمین صدف شعر کره کتنې ته وړاندې کیږي.

 د جانان مينه

 ميني د جانان زه په لمبوكي سوځولي يم

شپي سبا كوم د بيلتون زه غمو كي تللي يم

 ځومره چي ياديږي يار هغومره رانه لري شو

درد مي د هجران زه په اورونو كړولي يم

 نه لرم اختياج ساقي نشوته زه د ميو ستا

بس ده زه ټول عمر د يار سترګو نشه كړي يم

 نور يي د وصلت او د ديدن انتظار نه لرم

بس ده چي يي دومره په خبرو تيروتلي يم

(  سمين صدف )

 

آغلې وږمه فضلي به په دغه شعر لیکلې کره کتنې اوروي.

په غونډه کې دمیرمن بهیر غړې آغلې سوله نیازۍ د ورکړل سوې موضوع په اړه لکچر وړاندې کوي.

دژورنالیزم دکورس په برخه کې به استاد وحید احمدزی خپل برابرسوی لکچر وړاندي کوي.

  دغه غونډه او دمیرمن بهیر نورې اوونیزې غونډې د پوهنې وزارت په پنځم پوړ کې د پوهنې په کلوپ کې دشنبې ورځې په یوه نیمه بجه جوړیږي.

دغه رازپه غونډه کې په نورومهمو کاري مسلو هم خبرې کیږي اوپه پای کې به دولایتونو په کلیوکې دمیرمن بهیر دغیابي غړو دټیلفوني شعرونو په ګډون ازاده مشاعره کیږي . هیله ده په خپل وخت تشریف راوړﺉ.

                                      په درنښت

          وخت: شنبه،یوه نیمه بجه،دپوهنې وزارت تالار

 دمیرمن کلتوري ټولنیز بهیر دارالانشآ