يوه دولتي مامور وخپل ياراوهمرازته شکايت وکي ويل دا د پښو بوټونه مې ډيرپه عذابوي کله چې پرلاره ځم نوډيرپه تکليف يم .دوست يي پوښتنه ځينې وکړه چې د خپلو بوټو څخه ولې په تکليف ېي ؟
ځواب ېي ورکړ: ويل بوټونه مې زما د پښې تر اصلي اندازې يونمبرکوچني دي ، اودا بوټونه دتيروشپږومياشتوراهيسی په پښوکوم، پښې ېي را زخمي کړيدي اوپرلاره ګوډ ، ګوډځم.دوست ېي ورته وويل ياره داخو بيخي لويه بې عقلي ده ته ولې پر خپلوپښو برابر بوټ نه په پښوکوی؟
سړي ځواب ورکړداکارنه کوم اونه ېي هم کولای سم هغه داسې چې دغه تنګ بوټونه زمادژوند يوازنى راحت اوسکون دی.دوست وخپل مامور يارته پورته اوکښته وکتل ويل تنګ بوټونه ، زخمي پښي ، ګوډشل پرلاره تلل اودغه ته بياسکون اوارام ول؟؟؟
هو مامور ځواب ورکړاوهغه پدۍ خاطرچې : زما د دفتر رېس يوفاسد او په اختلاسونو ککړ شخص دی کاري وړتيا او لياقت نلري مسلکي ندی ټولنيزنزاکتونه نه پيژني په خوله کې ېي د ژبې پرځای يولوټ دی چې اوړي را اوړي په رګونوکښې ېی دوينی په عوض پيسی جريان لري درياست څخه يي دوکان جوړکړيدی اودغه چوکى خپل ميراث ګڼي دمراجعينو اوخپلوهمکارانوسره په بازاري ژبه اولهجه برخوردکوي د دفترټوله کارکونکي خپل غلامان ګڼي بس د روابطواومسلحتونو د برکته دغه مقام ورپه برخه سويدی اداره اورهبري ېي نده زده . زمامعاش زماترمصرف ډيرکم دی زه د خپلو شپږو اولادوسره د دو کوټو په يوه کرايي کور کښې ژوند کوم کور والا مې د هډوکو په ناروغی مبتلاده بېچاره ٢٤ ساعته هی ، هی کوی ګاونډی مې يوهنرمند(هنربند)دی ټوله شپه طبله وهي اوخپل تمرين راته کوي داولادونو د ښه تعليم توان را پکښی نسته نويي ځکه تعليمی سويه دخپلوهمزولوپه پرتله ډيره ټيټه ده اخر زه څه وکم چی ښه وکم؟ زمازړه دځانمرګې بريدونو دبيرې او وحشته دربيږي اولړزيږي نوپه دغوحالاتوکښې چې کله کورته راسم او د اتنګ بوټونه مي د پښو وباسم نو زما ياره د راحت اوسکون يوه عجبه احساس کوم اودغه راحت دی چې وماته د خپلو کورنيواو باندنيوستونزو سره د مقابلی توان رابخښي اودغه سکون دی چې وماته پرهغو د ګوزارکول وچم او رازراښيي . .