د نړی څخه متلون

ه ۱- که چیرې ژړا نه وای د وداع ځمکې به اور اخیستی وو.(عربي)

۲- خر ۷ قسمه لامبو وهلی شي خو کله چې اوبو و ویني بیا ټول ډولونه یې ترې هیرشي.(ارمني)

۳-که چیرې نه شي کیدای چې شتمن شې، نو د شتمن سړي ګاونډی شه.(ارمني)

۴-هغه اوبو چې ډير شرهار او غږ لري،نو ماهیان هم نه وي پکې.(چاوتنک)

۵-اوښکې ژبه لري او مانایې د هغه چا زده ده چې ژړا یې روښانه وي.(عبري)

۶-د پلار ارزښت وروسته تر مرګه مالومیږي او د مالګې ارزښت وروسته تر هغه چې خلاصه شي.(عبري)

۷-که په دریاب کې ژوند کوې باید چې د تمساح سره ملګرتیا ولرې.(عبري)

۸-ایا خوندورې ناروغی او خوندور دارو وي.(عبري)

۹-د هغه ورڅخه چې څو کلیانې لري لرې تیریږه.(هندي)

۱۰که غواړې پوه شې چې زمری به څه ډول څيره لري پشي ته وګوره.(هندي)

۱۱-د کچر څخه یې پوښتنه وکړه چې پلار دې څوک دی.ویې ویل چې دايي مې اس دی.(فارسي)

۱۲-سړی پيسې پيدا کوي،نه پيسې سړی.(فارسي)

۱۳-ښځه د شیطان قمچینه وي.(پښتو)

۱۴-ښځه د سوري په څير دې که ور پسې ور شې در څخه تښتي او که ترې وتښتې در پسې وي.(اسپانیوي)

۱۵-وخت د بلوط ونه په تابوت اړوي.(لتوانیايي)

۱۶-نن هغه سهار دی چې تیره ورځ یې انتظار وې.(فارسي)

۱۷-که د ښځې په امر دې ژوند کوې نو د سړي نوم دې له ځانه لرې کړه.(آذربیجاني)

۱۸-که دروغ ویونکی نه وای نو ریښتیا ویونکی چا پيژانده.(اذربایجاني)

۱۹-که دې ولیدل چې یار دې یار نه دی،پریښودل یې عار نه دی.(آذربایجاني)

۲۰-امید نیمه خوشبختي ده.(ترکي)