دبې انصافه محکمې ظالمانه پرېکړي
په ټول افغان ويبپاڼه کي مي د(طالبان دافغانستان دتاريخ په محکمه کي) ترسرليک لاندي ديوه مستعارنوم دخاوندليکنه ولوسته .
دنوموړي ليکنه داسي ده چي سراسرپرضداودحقائقوپه پټولوولاړه وه.
دحيرانتياخبره داده چي نوموړی ليکوال سره ددې چي پردې ستر اسلامي اوجهادي غورزنګ ئې بې ځايه نيوکي کړې دي اوپه دې کارسره ئې دکفري ځواکونوملګرتياکړې ده بيائې هم يودوه آياتونه په خپله ليکنه کي پېش کړي دي
اودخپلي بې بنسټه ادعاءدثبوت لپاره ئې په خپلي سربېرني طريقې استدلال کړی دی .
دده مثال داسي دی لکه خوارجوبه دعلي رضي الله عنه په خلاف داايت پېشوی :ان الحکم الالله (دفيصلې اختياريوازي دالله تعالی سره دی)
علي رضی الله عنه به فرمايل:کلمةُ حق اُريدبهاالباطل .يعني دحق کلمه ده چي دباطل قصدورباندي کيږی .
داآيت حق دی،خودخوارجوپه اصل کي دآيات غلط مطلب اخيستی،داصحيح خبره ده چي دفيصلې اختيارمنديوازي الله پاک دی،يوازي دهغه قانون پربندګانولازم دی چي عملي ئې کړي خودوی داآيت ددې لپاره لوستی چي دعلي رضي الله عنه تکفيرورباندي وکړي.
نوعلي رضي الله عنه به فرمايل:چي حق آيت دغلط مطلب لپاره بيانوي .
ددغه سړي مثال هم بعينه دغسي دی.
دغه مبارک آياتونه چي ده په دې خپله داسلام ضدليکنه کي وړاندي کړي دي حق دي خودی ترې غلط مطلب اخلي اوغواړي خلګوته په دې سره دوکه ورکړي چي موږدصليب غلامان هم آياتونه وايو،مسلمانان يواوپرحقه يو.
زه ده ته وايم چي که ته رښتياداسي کلک مسلمان يې نودقرآن هغه آياتونه هم ولوله چي دمحاربوکفاروسره ددوستی حکم پکي بيان شوی .
آياپه قرآن کريم کي هم دايوآيت دی هغه بې شمېره آياتونه نه وېنې چي دجهادپه اړه لارښووني کوي
ته که رښتياداسي داسلام طرفداريې نومهرباني وکړه داسي ليکنه وکړه چي په هغه کي داسلام اومسلمانانواوپه ځانګړي ډول دمجاهدينوتائيد وي .
دنوموړي له ليکني معلوميږي چي دکفري اشغالګرولپاره ډېرپه اخلاص سره خدمت کوي خودانه ده معلومه چي څه خاوري ئې ترلاسه کړې دي که هسي په خالي ګيډه خدمت کوي دادي دی خپله ووايې؟
دده دليکني په اړه بايدووايم چي دافغانستان دتاريخ محکمه ستاپه څېردبې انصافوپه واک کي نه ده،ته خپله يوغيرعادل اوبې انصافه سړی يې ته خصم يې ستافيصله دمنلووړنه ده .
که بالفرض دافغانستان دتاريخ محکمه ستاپه واک کی شي نوبيابه دامحکمه يوه غيرعادلانه،بې انصافه اوظالمانه محکمه وي چي هيڅ مؤمن افغان به ئې دجابرانه پرېکړومنلوته چمتونه وي .
نوموړي ليکوال په ليکنه کي داسي توکي استعمال کړي چي
ټول ئې له خپله ځانه جوړي کړې خبري دي نه پرحقيقت ولاړدي اونه حقائق داسي وي ؛
دده داخبره چي ګواکي طالبان دپاکستان په اشاره چلېدل هسي بې ځايه توردی،که طالبان دپاکستان په اشاره چلېدل نوددوی خبري به ئې منلې وی اودامريکاهرحکم ته به دپاکستان په څېرتسليم اوسېدل .
پاکستان دطالبانوسره دومره لويه دُښمني وکړه چي امريکا هم دومره ددُښمنۍ کارونه نه دي ورسره کړي .
څومره بې ګناه مجاهدافغانان اوعربان ئې ونيول اوامريکاته ئې لاس تړلي وسپارل ؟
امريکاته ئې دطالبانوداسلامي امارت په خلاف اډې ورکړې اوپه بې ګناه وزيروباندي ئې امريکاته دبې پيلوټه طيارودبمبارئ اجازه ورکړې .
په لسګونوطالب مجاهدمشران ئې ونيول اوامريکاته ئې په لاس ورکړل .
که ته دادپاکستان غلامي بولي چي مجاهدين اکثرهلته اوسي نوداخيال دي ډېرناقص دی،داستادعقل پرنقصان دلالت کوي .
طالبان هلته دمجبوری له امله اوسي دپاکستان هيوادلږبې غمه هيواددی چي ډېره پوښتنه نشته دنوروهيوادونوپه څېر.
که طالبانوبل ځای درلودی نوهيڅکله به پاکستان ته نه تلی .
ته نه وينې چي دنړۍ ټول کفارداشغالګروامريکايانوپه څنګ کي ودرېدل،اسلامي هيوادونه ئې هم ملګري شول اوستاپه څېرناافغانان يې هم ملګري شول چي له دوی څخه په مستعارونومانودفاع کوي .
ستادې ليکني ته زه حيران شوم چي څومره په اخلاص دوی ته خدمت کوي اوڅنګه داسلام سره کرکه لرې ؟
که تاخپل نوم ليکلی وی نوموږبه فکرکړی وی چي دابه دڅوروپولپاره داکارکوي اوس چي دي په مستعارنوم ليکنه کړې نونه پوهيږو چي ددې څه لامل دی؟
بياليکي: بل لوري په ورته وخت کې ، د نجیب پرته له کومې شرعې محکمې او کوم شرعي حکم څخه په غیر انسانې او وحشیانه توګه د اریانا په څلور لارې کې په دار وځړول شو. !!
دنوموړي له دې ټکوداسي معلوميږي چي نوموړی پخوانی کمونيست دی،داټوله غصه ئې دنجيب دوژل کېدوله امله راپورته شوې ده.
دده ددې خبري په ځواب کي بايدووايم چي نجيب يوداسي سترملي خائن ووچي هرچاته ئې خيانتونه معلوم وو،ده چي څومره مجاهدين وژلي دي،هغه له هيچاهم پټ نه دي خامخابه دې ښاغلي ته هم معلوم وي خوسترګي په حقائقوپټوي .دده دجناياتودمعلومولولپاره دښاغلي اتل ځواکمن ليکنه(ډاکټرنجيب الله دانصاف په تله کي) په انصاف اوسړه سينه وګوره .
نودنجيب په داسي حالت کي چي جرائم ئې له هيچاپټ نه دي بې محکمې وژل هيڅ بې انصافي نه ده،محکمه خودهغه چاکيږي چي په هغه جرم ثابت شوی نه وي ،کله چي دده جرم ثابت اوهرچاته معلوم وونودده بې محکمې وژل کېدل بعينه انصاف اوعدل وو.
بياليکي: . د نجیب له قتل سره سم د طالبانو وحشت په ټول ملک لکه غومبسې داسې خپور شوو، خلک د ځان او دخپل اولاد د ساتلو په لټه کې شول!!
داخبره ئې هم هيڅ حقيقت نلري ځکه نجيب يوملي خائن وو،ټول مسلمان افغانان دده په وژل کېدوخوشحاله شول،يوازي زاړه کمونيستان به خفه شوي وي،دهغوی خفګان ته اعتبارنشته ځکه دوی دټول اولس په نزدخائنان دي ددوی خفه کول پکاردي نه خوشحالول.
ستاپه څېرکمونيستان به دځان اواولادساتلوپه هڅه کي شوي وي الحمدلله مسلمانان خوشحاله اوپه امن کي اوسېدل.
بياليکي: دلته تاسو لوستونکې فیصله وکړي ، چې له مالک سره د طالبانو فیصله په کوم شرعي حکم ترسره شوه !!
عجبه ده چي نوموړی دشريعت په فيصلوپسي هم ګرزي ته ووايه چي ته داسلام اومجاهدينو خلاف تبليغات دکوم شرعي دليل له مخي په داسي حال کي کوي چي ټولي نړۍ دمسلمان په خلاف اتحادکړی دی؟
دجنرال مالک سره ائتلاف کول داسي ووچي هغه وويل چي زه تاسوته تسليمږم،خپله وسله اوعلاقې تاسوته درسپارم .
په داسي صورت کي بیاهم له هغه سره جګړه کول به څوک صحيح کاروبولي؟
دسولي په اړه الله تعالی فرمايې :وان جنحواللسلم فاجنح لهاوتوکل علی الله (که کافران سولي ته مائل شي نوته هم ورته مائل شه اوپرالله تعالی توکل وکړه)
يعني مطلب دادی چي کله کافرپه رښتياسره دسولي مطالبه وکړي نودهغه سره سوله کول الهي حکم دی .
دلته مطالبه دسولي جنرال مالک کړې ده نه دطالبانواسلامي امارت .
بياليکي: او په غیر اسلامې اصولو ولاړ امارت يې اعلان کړو!!
داخبره دي داسي ښکاره دواقعيت خلاف خبره ده چي هردعقل خاوندورباندي پوهيږي چي دادي هسي پرطالبانوتوردی .
دطالبانواسلامی امارت خوداسي يونظام مينځ ته راوستی چي بشپړپه اسلامي اصولوولاړوو،داخبره هردعقل خاوندمني يوازي هغه څوک به ترې انکارکوي چي له اسلامه ناخبروي،ضدنيولی وي اودکفرلپاره کارکوي .
طالبانوخوپه افغانستان کي شرعي نظام قائم کړی وو،ترحدودوپوري ټول شرعي احکامات ئې عملي کړي وو،په هرڅه کي ئې داسلام په مبين دين فيصله کوله،بلکه دطالبانومحترم مشرتابه اميرالمؤمنين ملامحمدعمرمجاهدحفظه الله ورعاه به علماووته ويل چي اې علماووکه په ماکي څه کارداسلام خلاف ووينئ راته واياست کنه په قيامت کي به بيازه تاسونيسم .چي ولي موماته زماغلطي نه وه را په ګوته کړې .
يوڅوک دي په انصاف سره ووايې چي که دطالبانواسلام لومړنی اواساسي مقصدنه وی نوولي به ئې اوس په نړۍ کي ځای نه لری ؟
که دوی دنورواغراضولپاره جنګېدی،اسلام ئې مقصدنه وی نواشغالګروامريکايانوسره ئې بياسوله ډېراسان کاروو.
نوموړي
نوري داسي خبري کړې دي چي دځواب ضرورت ئې نشته .
په پای کي نوموړي ته ديوه مسلمان په حيث دابلنه ورکوم چي ته لږدځان سره فکروکړه چي داته څنګه کارکوې؟
ستابه الله تعالی ته څه ځواب وي په قيامت کي چي په دې ليکنوکي دي دچاتقويه کوله ؟
داګناه دي متعدي اوبې خونده ګناه ده،که څوک ستادانارواخبري ستادليکني له امله ومني،دهغه ګناه هم ستاپه غاړه ده ځکه تاهغه ته دکفرطرفته دعوت ورکړو.
داڅوخبري مي ددې لپاره درته وليکلې چي ته له دې غلط کارڅخه راوګرزې اومسلمانان ستادې نارواکړني ته متوجه شي ترڅودوی ستاپه خبروتېرنه وزي هيله ده خفه نشي اودځان دخيرخواهئ لپاره فکردرسره وکړې .