د معلم ورځ او په غزني کې  د زده کونکو اعدام

د محمدالله ارین احمدزي لیکنه

د ډيرې مودې را هیسې په افغانستان کې ځينې کړۍ د دې هیواد د یو اوسیدونکي د پراختیا غوښتونکي هم نه دي او نه هم کله هیله مندي ښيي چې افغانستان دې پر مخ ولاړ شي. په دا تیرو اتو کلونو کې خو د عامو افغانانو وژنه دومره زیاته شوې چې د حیواناتو په څير حلال شول، په سپیو وداړل شول، په یوه او بل نوم زندانونه پرې ډک شول او بې د کومو کره معلوماتو د الوتکو د غټو غټو بمونو قرباني شول.  د دې سره سره چې اوس افغانان د دې توان نه لري چې د کومې ډلې سره په ځغرده ودریږي او هغه د چا خبره سیاست ورته اوخ شوی دی د ځان د ساتنې لپاره یې هم څوک نه پریږدي او نه هم د دې اجازه ورکول کیږي چې ځان وساتي. د دې سره سره چې د علم زدکړه په هر مسلمان فرض ده او د الله فرمان ده چې وايي:ژباړه(د علم زده کړه په هرچا مسلمان فرض ده) خو بیا هم د دې هیواد پټ دښمنان عام افغانان دې ته نه پریږدي چې یو علمي شعور ولري او د علم له لارې پر مختګ وکړي، ځکه د دې هیواد  دښمنان په دې پوهیږي چې که چیرې افغانان علمي شعور ومومي استدلال وکولای شي نو بیا د دوۍ موخې په دې هیواد کې نه شي بریالی کیدی. ټول افغانان په ځانګړې توګه پښتانه له میډیا څخه د دې لپاره لرې ساتل کیږي چې د هیواد او په نړۍ کې د دوی د هیواد او برخلیک په اړه له پریکړو څخه خبر نه شي.هرځای کې چې پښتني سیمو ته نوې ټیکنالوجي ځي هلته یې مخنیوی کیږي، سړکونه ورته ویجاړیږي، پلونه ورانیږي، ښونځي سوځول کیږي او دې ته ورته ډيرې نا سمې انساني کړنې روانې دي او کیږي، خو هیڅ یوې ډلې نه هم دولت، نه هم نړیوالې ټولنې او نه هم طالب وسله والو وویل چې دا څوک دي او څوک غواړي دې ته ورته کړنې تکرار کړي. ډير ځله ښونځي وسوځول شول. دولت طالب وسله وال په دې تورنوي چې ښونځیو ته اور اچوي او طالب وسله وال بیا وايي چې خدای او قرآن، دا نه زمونږ کار دی او نه هم مونږ کړی دی. نو ایا دا کړنې څوک کوي ولې یې کوي. پهه غزني کې افغان محصلین ولې وژل کیږي دوی څه کړي دي ایا ټانګونه او الوتکې یې له ځانه سره بیولي دي او که یې بل څه کړي دي ایا د دې هیواد بچیان دي او که له کوم بل هیواد څخه راغلي دي. د دې سره سره چې رسنیو یې پړه په چیچنیا والاوو او پاکستاني طالبانو ور واچوله ایا زمونږ د یوې کلیمې وروڼه ولې داسې کوي دوی د دې محصلینو د وژل کیدو څخه څه موخه لري څه غواړي او ولې داسې بیګناه کسان وژني.د هیواد په ډيرو ولایتونو کې د ښونکي ورځ ولمانځل شوه خو په پښتني سیمو کې د ښونکي د ورځې لمانځل خو څه کوې چې څوک ښونکي ته د یو ټکي د زده کولو لپاره نه شي ورتلای. وګوری ډير ښونځي تړل شوي دي او که تړل شوي هم نه وي نو بیا هلته مسلکي ښونکی شتون نه لري او که مسلکي ښونکي وي بیا کتابونه او د درس ویلو لپاره ځای نشته او که ځای هم وي او مسلکي ښونکی هم وي هلته بیا امنیت نشته چې زده کونکي د یو ټکي د زده کولو لپاره هلته ورشي. د دې سره سره چې په غزني کې د دې هیواد څو بچیان د کومې نا معلومې ډلې لخوا په ډيره بې رحمانه توګه ووژل شول څوک به د دې پوښتنه وکړي د دې ځوانانو د مور او پلار اوښکې به څوک ور پاکې کړي،دوی خو کورونه ته د رخصتي د تیرولو لپاره تللي وو نه د دې لپاره چې څوک یې سرونه پرې کړي، دوی په دې ډاډه وو چې دوی په زده کړه پسې تللي دي نه په دې پسې چې هلته د هیواد دښمنان د دوی ووژني. اوس افغان ځوریدلي او کړیدلي اولس ته د دې په ځای چې زړونه مات کړي دا په کار ده چې د دې ځوانانو لاره تعقیب کړي ځکه چې دا هیواد تر ټولو وړاندې علم ته اړیتا لري او باید د ټولو څخه وړاندې د دې هیواد وکړي باسواده او لوستي شي.او زړه مات نه کړي چې څوک به یې ووژني مرګ حق دی د دې په ځای چې په کور کې د یوې ناروغي او یا د یوې ناسمې کړنې له امله ووژل شي ښه به دا وي چې په داسې لاره ووژل شي چې نوم یې د تل لپاره پاتې وي، د دې هیواد دښمنان به یو وخت نه یو وخت خدای څرګند شي خو بیا به د دې وخت تیروي چې مونږ او تاسې علمي مبارزه کړي وي. خو زه او زما په څير ډير افغانان د دولت او ښکیلو ډلو څخه غوښتنه کوي چې د خپلو اهدافو لپاره عام افغانان په نښه نه کړي او دوی د خپلو موخو قرباني نه کړي ځکه عام افغانان په یتره بیا زده کونکي هیڅ کله نه غواړي چې د کومې ډلې سره په سیاسي ډګر کې ښکیل شي دوی یوازې د یو ارامه ژوند هیله لري دوی د یو ښونځي ، یو پوهنتون او یو علمي مرکز په هیله دي دوی له نړیوالې ټولنې او افغان دولت څخه د ارامي سوکالي هیله لري. خو که چیرې عام افغانان د هرې ډلې لخوا په نښه شي نو بیا دوی ته دا ارزښت نه لري چې څوک دي څه کوي او څه غواړي. د دې هیواد دښمنان دومره ډير شوي دي چې بیخي یې شیمر ورک دی، څوک غواړي دا هیواد په فرهنګي توګه اشغال کړي، څوک غواړي په سیاسي توګه اشغال کړي........... خو نه باید د دې هیواد هر وګړی د دې ډول کړنو مخه ونیسي هڅه وکړي چې د هیواد په هر اړخیزه ابادي کې ونډه واخلي هیواد یوازې په دې نه شي ابادیدی چې سړکونه دې ډمبر شي او ښکلي پارکونه دې جوړ شي. هیوا د دې ته اړتیا لري چې علمي شعور ولري، ښونځي، پوهنتونونه، علمي او فرهنګي مرکزونه پکې پرانیستي وي، د نورې نړۍ او ګاونډیو هیوادونو سره ښې اړیکې ولري، د هرڅه ساتنه پخپله وکړي، خپل ښونځي، خپل سړکونه او خپل زده کونکي پخپله وساتي له چا څخه یې د ساتلو  هیله وو نه لري ځکه د هر اسلامي او غیر اسلامي هیواد  موخې دوی ته معلومې دي او دوی ولیدل چې ټولې نړۍ د دوی په وړاندې څه وکړل څه کوي او څه کول غواړي. د دوی اصلي دوستان په خپله افغانان او خپل ځانونه دي.په دې هیله چې بیا افغانان د نورو په طمعه نه شي او لاس په کارشي، هڅه وکړي کوښښ وکړي او کار وکړي. دولت، نړیواله ټولنه، او وسله وال طالبان باید افغانان د خپلو سیاسي موخو ښکار نه کړي ‎، دولت او طالب وسله وال دواړه د دې هیواد بچیان دي او دا هیواد او د دې هیواد بیچاره وګړي په دواړو حق لري چې ساتنه یې وکړي. نه داچې یو یې حلال کړي او بل یې د الوتکو د باروتو موخه وګرځوي. یو یې په معنوي لحاظ له منځه یو سي او بل یې په سیاسي لحاظ ځکه دا هیواد  د هر افغان دی او که ښکیل لوري د نړۍ هر ګوټ ته لاړ شي بیا به هم بیرته خپل هیواد ته راځي او خپل نه بیلیدی نه شي. د یو اباد ازاد او سر لوړي افغانستان په هیله.