ېوسړی خپل دګاونډی کورته ورغلی دبانډارپه ترڅ کی دکوربه اوښځی ترمنځ پر ېوه مسله دنظراختلاف پېداسوخبره وشوړېده اوښځی خپل پرسړی حمله وکړه .مېلمه کوربه ته ووېل ، اشناداستاسی کورنۍ لانجه ده اوزه نه غواړم چی دخپل ګاونډی په کورنېواوبهرنېوچاروکښی لاسوهنه وکړم ، نوپه دی خاطرچی ټوله ټولنېزنزاکتونه می مراعت کړی وی درڅخه درخصت اجازه غواړم . ورځ وروسته سړی خپل کوربه ګاونډی ولېد ، څه خبری دی په پادشاهی کی هرڅه په خېرتیرسول ؟؟؟ کوربه : هوښځه می راته پرګونډوسوله . ښه ، ښه په داسی ټېنګه ېی بخښنه درڅخه وغوښتل ؟ / کوربه : ته چی کله ولاړی زه ترکټ لاندی پټ سوم دا راته پر ګونډو سوه وېل راووزه نور دی نه وهمه .
23.05.2010
- محمدالله آرین احمدزی
د بشر ناصر شعري ټولګه چاپ شوه
د خوږ ژبي شاعر بشرمل ناصر لومړۍ شعري ټولګه په کاڼي زړه کې تنده چې ۲۱۷ مخه لري د چاپ څخه را ووته د ښاغلي بشر مل په دې ټولګه کې د ده د غزلو تر څنګ د ده ازاد شعرونه، او نظمونه هم ځای شوي دي، هیره دې نه وي چې یاد شوی کتاب د پام مجلې د ادارې په مالي لګښت چاپ شوی دی. کولای شی یاد شوی کتاب په لاندې پتو لاس ته راوړی:
مکتبه قاسمیه، کاسي روډ کوټه
عزیز بوک ډیپو، تحصیل روډ ږوب
د حاجي محد اکرم قرطاسیه او د کتابونو پلورنځی کلات افغانستان....
24.05.2010
- محمدالله آرین احمدزی
د معلم ورځ او په غزني کې د زده کونکو اعدام
د محمدالله ارین احمدزي لیکنه
د ډيرې مودې را هیسې په افغانستان کې ځينې کړۍ د دې هیواد د یو اوسیدونکي د پراختیا غوښتونکي هم نه دي او نه هم کله هیله مندي ښيي چې افغانستان دې پر مخ ولاړ شي. په دا تیرو اتو کلونو کې خو د عامو افغانانو وژنه دومره زیاته شوې چې د حیواناتو په څير حلال شول، په سپیو وداړل شول، په یوه او بل نوم زندانونه پرې ډک شول او بې د کومو کره معلوماتو د الوتکو د غټو غټو بمونو قرباني شول. د دې سره سره چې اوس افغانا...