خوب

د مينې خوب كې تر جانانه پورې ورسيدم

روان وم پورته تر اسمانه پورې ورسيدم

په دې سوچونو كې روان وومه په ټال د زلفو

يو دم را جګ شوم تر پيزوانه پورې ورسيدم

زه د سپوږمۍ په ننداره کې شوم په ستورو مین

په ډير تلوار تر کهکشانه پورې ورسیدم

په دې امید چې سوله راولۍ زمونږ ګران وطن ته

شوم را روان تر طالب جانه پورې ورسیدم

د ارین خیال وهي ټالۍ د هر پښتون په زړه کې

د خیال دنیا کې دې کاروانه پورې ورسیدم