ملا عمر ولې د كرنيل امام په ځاى عبدالخالق فراهي نه خوشې كوي

فراهي د ۲۰۰۸ کال د سپټمبر په دوه ویشتمه د پېښور په حیات اباد کې وتښتول شو.چې په پيښور كې افغان جنرال قونسل عبدالخالق فراهي د يوې وسله والې ډلې لخوا وتښتول شو او ډيره موده كيږي چې په خپل بند كې يې ساتلى دى او وخت په وخت يې يوه نيمه ويډيو خپروي او ځينې فرمايشونه كوي حال داچې ښاغلى فراهي نه كوم پوځي قومندان وو اونه هم كوم داسې يو كس چې د طالبانو لپاره دې په سيمه كې څه خطر وي. د ده په شتون او نه شتون باندې افغان دولت هيڅ نه شي كمزورى كيدى ځكه وروسته تر دې چې دى ونيول شو د همدې قونسلګري او د ده په ځاى بل جنرل كونسل وټاكل شو. داده كابو دوه ماله پوره كيږي چې فراهي د داسې يوې ډلې په ولكه كې دى چې مشري يې د افغاني طالبانو  مشر ملاعمر په غاړه لري او تل دوى دا چيغې وهي چې دوى د افغانانو او اسلام لپاره كار كوي جګړه كوي او په افغانستان كې د بهرنيانو شتون او بهرنيان نه غواړي. او  تل وايي چې د دوىموخه يوازې اسلامي نظام دى. اوس كه چيرې راو همدا ډله د دوى له راتګ څخه بيا تر نسكوريدو پورې وڅيړل شي نو دوى د خپلې واكداري له پيل څخه بيا تر نسكوريدو لپاره تل د نورو لپاره او د نورو په خوښه كارونه كړي دي ځكه د دوى منځ ته راتګ د نصرالله بابر د راتګ سره سم منځ ته راغلى دى او بيا يې په خو كاله حكومت كې هم ډيرې داسې سهوې وكولې چې نن په افغانستان كې چې هرڅه كيږي او هر څومره افغانان چې ځورول كيږي او د بهرنيانو لخوا كړول كيږي د دې ټولو مسول همدا اميرالمومنين دى ځكه د همدې اميرالمومنين له لاسه د دوى مشريزې ډلې د يوې سپږې لپاره ټول پوستين (افغانستان) ته ور واچوو.خو اوس پوښتنه دلته را ولاړيږي چې ولې دې ډلې د كرنيل امام د خوشې كولو لپاره ميرانشاه او  نورو سيمو ته جرګې واستولې او د اسيايي ببر په نوم د يوې ډلې څخه يې وغوښتل چې بې د كوم قيد او شرط څخه كرنيل امام خوشې كړي. وروسته تر دې چې كرنيل امام ونيول شو د عامو افغانانو په ذهن كې داسې ګنګوسې وې چې داسې نه وي همدا سور ږيرى كرنيل امام هغه يو سترګى ملا عمر نه وي خو د دوى دا ګنګوسې كه ريښتونې نه وې د دې څخه كمې هم نه وې ځكه كه ملا عمر نه وو د ملاعمر استاد خو را ووت. اوس د دين دې پتنګانو ته څه په كار وو چې د دې كرنيل په ځاى يې خوار افغان او د يوې كليمې ورور فراهي را خوشې كړى واى ښه به وو. د دې سره سره چې دوى ته د دې هم ښه پته لګيدلې ده چې افغان دولت به د دومره يو بيچاره او بيكس انسان په بدل كې دومره غټ شرطونه او دومره پيسې نه شي منلاى خو بيا هم دوى ته د يو افغان د ژوند څخه پرته پيسې او د خپلو بادارانو خوشې كول او باداران په دې خوښول نور څه اهميت نه لري.اوس كه چيرې په ريښتا دې ډلې چې كومې كرنيل امام نيولى دى ځانونه ريښتيني افغانان او د افغانانو خواخوږي بولي بايد چې د اميرالمومنين د دې بادار او استاد غاړې بې د كوم قيد او شرط څخه پرې كړي ځكه په هر ډول شرايطو سره د ده خوشې كول د افغانستان او ټولو پښتنو له شان سره جفا ده بايد چې دا جفا وو نكړي كه چيرې دوى په ريښتوني ډول د دې غوښتونكي وي چې افغانانو ته وياړونه ور په برخه كړي يو وياړ دې همدې كس وژل او د راغلې جرګې نيول او بيا يې رسنيو ته ښودل دي ترڅو د دې ۲۱ پيړى دا اميرالمومنين په بشپړه توګه خلكو ته وشرميږي او بيا هيڅ افغان د داسې يو سپيڅلي نوم څخه چې هغه د طالب او پښتانه نوم دى داسې ناوړه ګټه وانخلي. ځكه همدې نوم وركي او څيره وركي ملاعمر  د همدې افغانانو او بيا په تيره پښتنو په ډيرو شعوري حقوقو لوبې وكړې او داده لا لګيا دى لوبې كوي. ټول قومونه كار كوي علمونه كوي سړكونه او ښونځي ورجوړيږي خو يو پښتانه دي چې د دې ټولو  نعمتونو څخه بې برخې دي او يوې ورځې څخه بلې ورځې ته يې ژوند د خرابيدو لوري ته روان دى. د فراهي په مقابل كې دا ظالمان ٢٥٠ مليونه کلدارې او د ٣٠ لوړ پوړو نيول شويو طالبانو دراخوشې کول غواړي. خو د كرنيل امام په را خوشې كولو كې هيڅ قيد او شرط نه مني او يوازې د كرنيل امام خوشې كول مني.زما په اند د ښاغلي فراهي لپاره نيول كيدل او خداى دې نكړي مرګ هم د يو وياړ څخه ډك دى ځكه دى يو عادي كارمند وو چې د يوې پردي پلوه ډلې لخوا ونيول شو او داده كابو دوه كاله يې په بند كې تير كړل.او څو څو ځله يې ويډيوګانې خپرې شوې خو ما په ډيرو ليكنو كې ويلي دي چې د همدې طالبانو  او همدې كرنيل پلوه ملاعمر حال به هم كه خداى كړي وي همداسې وي لكه څنګه چې نن سبا د رباني، سياف، محقق، خليلي او ......... نورو ځكه دوى هم د همدې مشرانو په څير د افغانانو په سر لوبې كوي. پخوانيو مشرانو د افغانستان ځينې تاريخي شيان په بهرنيانو خرڅ كړل او افغانستان يې وران كړ خو دوى هم افغانستان وران كړ، هم يې افغانان ووژل او هم يې د نورو لپاره ډير افغانان په نورو خرڅ كړل او هم يې ووژل او دې لړۍ ته يې داده تر نن ورځې لپاره يې دې ورځې ته دوام وركړى دى او په يوه او بل نوم افغانان وژني تښتوي يې او په نورو يې خرڅوي.ښاغلي اميرالمومنين خو داده د كرنيل لپاره يوه لويه جرګه ميرانشاه ته واستوله خو خداى دې وكړي چې د دومره بدګڼو تر څنګ يوه ښې كڼه هم وكړي او د ښاغلي فراهي په خوشې كولو كې هم هڅې وكړي. هڅې خو لاڅه بايد چې سم دستي يې خوشې يې كړي ځكه دى يو افغان دى او يو افغان په بل افغان باندې حق لري چې خوشې يې كړي او د ډيرو بدګڼو څخه ور تيرشي حال داچې اوس هم نه فراهي څه كړي دي او نه هم د څه كولو وړتيا لري ځكه ټول افغانان يوازې يوه هيله لري چې هغه د خداى هيله ده او بس. اوس كه په ريښتوني ډول همدا طالبان غواړي چې د افغانانو په زړه حكومت وكړي بايد او بايد چې د يو حسن نيت لپاره ښاغلى فراهي خوشې كړي نه داچې وو يې وژني ځكه د ده په خوشې كولو ډير افغانان خوشاله كيدى شي او د ده خداى د نكړي په وژنه ډير افغانان خواشيني كيدى شي او د ده په بندي توب چې دې ډلې ته كومه فايده وو نه رسيده د ده په وژنه او نوره بندي كيدنه هم دې ډلې ته كومه ګټه نه شي رسيدى. هيله ده چې طالب وسله وال د ښاغلى فراهي خوشې كړي او د يو افغان اومسلمان په توګه خپل مسوليت ادا كړي.

په ځانګړې اسلامي مينه

ځواكمن احمدزى