د بې عقلي او ځان غوښتنې څخه کرکه:

په پښتو ادب کې که چیرې سړی په ځير وګوري ډير داسې څه او داسې کسان به پيدا کړي چې د نورې نړۍ پوهان او څيرې به ترې هیرې شي او که ترې هیرې نه شي نو بیا به د ځان سره وايي چې د نړۍ ټولو پوهانو به زدکړې د پښتنو پوهانو څخه کړې وي او داسې نه وي نو هغه هم پښتانه دي اوس که چیرې پښتو د ډير مخکې څخه نه یوازې د خوشال خان ته وګورو د ده د ژوند کړنو ته وکتل شي نو ده د ژ،ند په هره برخه کې د دې قوم لپاره ډير څه کړي دي چې د بل هر چا سره د پرتلې وروسته دا جوتیږي چې دی یو جمیع الکمالات وو دی یو شاعر یو تورزن یو ډاکټر یو طبیب او ....و.چې ما هم د پښتو د بل ستوري ښاغلي کبیر ستوري څو غزلې او ټوټې را خیستې دي هیله ده چې دا هر اړخیزې غزلې او ټوټې چې د ژوند په هره برخه کې صدق کولای شي زما د موضوع سره څه ناڅه نیژدې وي او ستاسو درنو د پام وړ وګرځي. ما وروسته ډيرې شعري ټولګې ولټولې نو مې د ښاغلي ستوري صیب د (قلم توره) ټولګه بیا مونده چې د هرې وړ موضوع لپاره پکې ګڼ شمیر غزلې، څلوریزې او نور نظمونه پراته وو چې ما یوازې د دې کتاب څخه یو څو یې وټاکلې چې دلته یې ستاسو درانه حضور ته وړاندې کوم هیله ده چې لاندې راوړل شوي شعرونه مو د پام وړ وګرځي:

بې پوهې پوهان

چې ځان د چانه ورک شي نو خپل ځان نه پيژني

ګیله ترې څه په کارده چې جهان نــــــــــــه پيژني

بې پوهې ځان پوهان کړي او د ټول جهان باچاشي

د ځان نه جګ باچااویاپوهان نه پيـــــــــــــــــژني

بې توله کښيني تول د ارزښتونو د جهــــــــان کړي

توپير د شنوباغونو او بیــــــــــــــــــــابان نه پيژني

په تول د سړي توب هیـــــــڅ نه پوهیږي لیونی شي

انصاف او عدالت حق د انســـــــــــــــــان نه پيژني

درمل ورته د عقل ستورې ورکړه چې په سد شي

سرې شونډې تورې زلفې د جانان نه پــــــــــيژني

کبیر ستوری:د قلم توره ۲۵مخ

د ښاغلي ستوري دا غزل چې د بې پوهې د پوهانو تر عنوان لاندې یې کښلی ده ډير داسې کسان چې هرچا به په خپله شا اوخوا کې لیدلي وي او ویني به یې د هرچاته مخې ته ور ولي او دی په لومړي سر کې وايي چې د هرچاڅخه خپل ځان ورک شو او دا یې ونه ویل چې څوک یم د څه وړ او د څه شي وړ نه یم نو هغه جهان نه پيژني ځکه چې دی د ټولو د حیثیت څخه پورته خبرې کوي او تل ځان ته د داسې چا لقب ورکوي چې سیال پيدا کول یې بیخي امکان نه لري او یا بیا په ځای کې وايي چې مخکې تر دې چې ځان وتلي بس ناست وي او نور وګړي او حتی ټوله نړۍ تړي ځکه په پښتو کې دا متل هم دلته ښه صدق کولای شي چې وايي(پوه یوه برخه خوري او ناپوه دوه) ځکه چې دی نو په دې نه پوهیږي چې دا څه دي د چا وړ دي او څه وکړي.

د خوښۍ یار

د خوښي او خوشالي یاران بې شمــــــار وي

یار هغه ده چې په سخته کې په کـــــــار وي

چې په سخته او تنګسه کې دې مــــل نه وي

ستوری څه پرې چې سکه ورور دې د پلار وي

کبیر ستوری همدا پورته اثر۳۱مخ

کم عقل

ماچې وکتل دې ګرد چاپیرجهان ته

هیڅوک نه وايي کم عقل و خپل ځان ته

کم عقلانو ته هوښیار کم عقل ښکاري

خدای د ور نکړي کم عقل دوست انسان ته

افلاطون او سقراط به درنه هیرشي

که یې غوږشي صرف یوه شیبه بیان ته

توپير ور دی د طبیب او لیوني

لیونیان، لیوني وايي ساپوهان ته

هرسړي ته ځان د بل نه هوښيار ښکاري

ځکه ستوری ترینه وختو اسمان ته

کبیرستوری:همدا پورته اثر۳۴مخ

اویا د ښاغلي شاعردا پورته غزل چې د (بې عقل) تر عنوان لاندې یې کښلی ده او وايي چې ما دا څومره جهان ولټاوو نو هیڅ څوک مې داسې بیا وو نه موندل چې ځان ته کم عقل وو وايي او دوی ځکه چاته هوښیار او یا پوه نه وايي چې دوی ته نو هوښيار کس د هغه کړنې او کانامې د ناپوه کس کار ښکاري او د دوی په اند د دوی کړنې او کانامې د هغه بل څخه چې څه عقل او پوهه لري ډيرې لوړې دي او دی وايي چې دوی داسې نظریې ورکوي چې کله ورته غوږشې نو افلاطون او سقراط به درنه هیرشي ځکه چې دا بې پوهې پوهان بیا د دې نړۍ او پکې د میشتو وګړو په هکله نوې وړاندوینې کوي د بیلګې په ډول که چیرې مخکې علماوو ویلي وي چې هرهغه څوک چې علم ولري نو د هغه چا څخه چې علم نه لري غوره ده، خو دوی د دې په ځواب کې بیا معکوسه خبره کوي او وايي چې دا دروغ دي نو دلته ریښتیا هم د افلاطون او سقراط څخه دوی ډير پوهیږي ځکه هغه معیار او کره والی چې دوی کس ته ټاکلی هغه دوی ته د منلو وړ نه ده دوی ته هغه څه د منلو وړ دي چې دوی یې غواړي او دوی ته ښه ښکاري نه هغه څه چې بل چاته ښه  او غوره وي خو دوی ته غوره او سم نه وي.